تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
قبایلو پاکستاني حکومت ته له وسلو سپارلو انکار وکړ
په قبایلي سیمه کورمه ایجنسۍ کې ځايي خلکو د حکومت له خوا تر ور کړل شوې نېټې پورې وسلې ونه سپارلې.
دوی وايي، تر هغه به وسلې نه سپاري چې حکومت د دوی د خوندتوب لیکلی ضمانت نه وي ور کړی.
په کورمه کې د توري قبیلې د حسینه ټولنې یوه مشر حاجي فقیر حسین له بي بي سي سره په خبرو کې وویل، چې د کورمې ایجنسۍ په تېره د برې کورمې اوسېدونکي د ځان ساتنې لپاره وسلې لري او کله یې هم د حکومت پرضد کارولې نه دي.
"موږ وسلې د ځان ښودنې یا کاروبار لپاره نه ساتو، بلکې د خپلو ماشومانو، خاورې، نوم او عزت ساتلو لپاره یې لرو".
هغه د کورمې ایجنسۍ په مرکز پاړه چینار کې څو ورځې مخکې چاودنې ته په اشارې وویل، له دې برید ښکاري چې لا هم په سیمه کې وسلوال شته.
حاجي فقیر حسین دا هم وویل، چې په دې هکله د قبایلي مشرانو ۴۰ کسیزې جرګې په سیمه کې له امنیتي ځواکونو او ځايي ادارې سره خبرې کړې او له هغه وروسته یې دا پرېکړه کړې چې کله حکومت د دوی د خوندیتوب ضمانت وکړي، نو وسلې به وسپاري.
نوموړی دا هم وايي، چې څو ورځې مخکې د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوه او د پېښور مرکزي قومندان پاړه چینار ته ورغلي وو او ځايي جرګې ور ته خپلې اندېښنې وویلې.
په کواټ او ورڅېرمه سیمو کې وسلې ټولول
په ورته مهال حکومت د پښتونخوا په کواټ او ورڅېرمه قبایلي سیمه اورکزۍ ایجنسۍ کې هم د بې قانونه وسلو د ټولو هڅې پیل کړې دي.
تراوسه په ځینې سیمو کې خلکو په خپله خوښه بې لېسنسه وسلې ځايي چارواکو ته سپارلې دي.
په کواټ کې امنیتي چارواکي وايي، دا هڅې یې د ملي عمل پلان له مخې پیل کړې او له مخې یې غواړي چې اړوند سیمې له بې قانونه وسلو پاکې کړي.
د وسلو ټولولو بهیر د جنورۍ له لومړۍ نېټې پیل شوی، خو تر میاشتې تېرېدلو وروسته لا هم چارواکي په دې برخه کې کوم ځانګړی بری نه لري.
کواټ او ور څېرمه قبایلي سیمې له څه مودې راهیسې د بې قانونه وسلو پر لوی مرکز بدلې شوې دي.
یوه وجه یې دا هم بلل کېږي چې په دغو سیمو کې پرلپسې مذهبي تاوتریخوالی روان دی.
د وسلو جوړول او ګرځول
په نویمو او د دوه زره کال په لومړۍ لسیزه کې، کواټ، هنګو او اورکزۍ ایجنسۍ کې مذهبي نښتو ډېرې وې، چې لامله یې ډېره بې قانونه وسله دغه سیمه کې خوره شوه.
پر دغو سیمو د حکومت له واکمنۍ سره سره ښکېلو اړخونو د یو بل پرضد وسله وکاروله، چې له امله یې په زرګونو کسان مړه شول.
دغه خلک د خپلمنځي نښتو لپاره ځايي جوړې وسلې کاروي او له نورو سیمو یې هم رانیسي.
پر د سربېره د کواټ اړوند نیمه قبایلي سیمه ادم خېل دره د ځايي وسلو د جوړېدلو ستر مرکز دی.