تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
پاکستان د کارت لرونکو افغان کډوالو د اوسېدو موده تر مارچ میاشتې غځولې
رپوټونه وايي، د پاکستان لنډ مهالې فدرالي کابینې دغه هېواد کې د کارت لرونکو افغان کډوالو د اوسېدو د مودې غځولو پرېکړه تایید کړې.
د پاکستان حکومت وايي، د یو اعشاریه درې میلیونه افغان کډوالو د اوسېدو کارت موده پايته رسېدلې ده.
له دې سره هم مهاله افغانستان ته د کډوالو په زور ستنولو لړۍ په ساړه ژمي کې هم په چټکۍ روانه ده.
پاکستاني رسنیو د فدرالي کابینې په حواله رپوټ ورکړی، چې دغه هېواد کې د هغو افغان کډوالو چې د اوسېدو کارت موده يې پای ته رسېدلې وه په سرحدي چارو کې د دولت وزارت په وړاندیز تایید شوې ده.
رسنیو ویلي، په دې پریکړه کې د افغانستان په اړه د یوې ځانګړې کمیټې سپارښتنې هم په پام کې نیول شوي دي.
ویل شوي دا وړاندیز له مخکې کابینې ته شوی و ، خو "د ځینو ملاحضو له امله رد شوی و" په دې اړه نور تفصیل نه دی ورکړل شوی.
د دې پرېکړې له مخې پاکستان کې هغه افغان کډوال د کارت موده يې پای ته رسېدلې وه، کولی شي تر مارچ میاشتې پاکستان کې پاتې شي.
دې نیوز ورځپاڼې لیکلې "کابینې دا پریکړه د طالبانو حکومت د غوښتنې له مخې کړې ده."
دا پریکړه وروسته له هغه کیږي، چې په دې وروستیو کې د جمعیت علمای پاکستان سیاسي او مذهبي ګوند مشر مولانا فضل الرحمن د یوه پلاوي په مشرۍ کابل ته تللی وو، ویل شوي وو چې د دې سفر موخه د دواړوه حکومتونو ترمنځ د ترینګلتیا له منځه وړل دي.
پاکستانۍ لنډ مهاله کابینې د دغه لنډ مهاله تمدید اصلي دلیل نه دی ډاګیز کړی، خو داسې ښکاري چې پاکستان کې ټاکنې دې هم خپل رول ولري.
له دې سربېره په کور دننه هم ډېرو سیاسیونو د پاکستان په لنډ مهاله لومړي وزیر انوار الحق کاکړ او اوسني حکومت له دې کبله چې افغان کډوال په لنډ وخت کې په زور باسي نیوکې کولې.
پاکستان څو میاشتې وړاندې په زوره د هغو افغان کډوالو د ایستلو پرېکړه وکړه، چې دغه هېواد کې داوسېدو قانوني اسناد نه لري. دا پریکړه چې د ژمي په درشل کې وشوه، له ډېرو نیوکو او غبرګونونو سره مخ شوه.
دې لړ کې د ښځو او ماشومانو په ګډون سلګونه افغان کډوالو ونیول شول.
په پاکستان کې فعاله او مدافع وکیله منیزه کاکړ چې له توقیفه د یادو افغان کډوالو د راخوشی کولو لپاره هلې ځلې کوي وايي د مودې غځول د ستونزې د حل لار نه ده.
"د حکومت لخوا د افغان کډوالو د اوسېدو موده د مارچ تر میاشتې غزول شوې، دا د ناقانونه کډوالو لپاره ښه خبر دی ځکه دوی دلته ډېر په وېره کې ژوند کوي، خو دا د ستونزې بنسټیز حل نه دی ځکه پاکستان لا هم د کډوالو په اړه خپلواک قانون نه لري."
نوموړې وايي "پاکستان تر اوسه پنځه سوه زره افغان کډوال په زوره افغانستان ته لېږلي او په بېلابېلو زندانونو کې لا هم لسګونه افغان کډوال بندیان دي."
هغه وايي، د دوی ډېرو ازادولو لپاره کارونه روان دي او هیله لري چې ژر به خوشې شي.
د پاکستان فدرالي لنډمهالې کابینه دا پرېکړه داسې تاییدوي، چې د طالبانو حکومت د وینا له مخې په زوره د افغان کډوالو د وېستلو لړۍ دوام لري.
د طالبانو د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت د شمېرو له مخې د جمهوریت له سقوط وروسته د تېرې لېندۍ میاشتې تر ۲۲مې نیټې پورې افغانستان ته نږدې درې میلیونه افغان کډوال ستانه شوې دي، چې د دوی له ډلې ډېر شمېر یې له پاکستانه دي.
د طالبانو حکومت د کډوالو چارو وزارت د مالوماتو له مخې د تېرې پنجشنبې او جمعې پر ورځو د تورخم او سپین بولدک له لارې نږدې پنځه سوه کډوال په زوره افغانستان ته استول شوي دي.