پاکستان کې د نیول شويو افغانانو وضعیت په اړه اندېښنې؛ "۳۲۵ يې ماشومان دي"

د خپرېدو وخت

خواله رسنیو کې د پاکستان زندانونو کې د بندي افغان کډوالو، په ځانګړې توګه ښځو او ماشومانو خپرو شویو عکسونو پراخ غبرګونونه راپارولي دي.

پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو سترې کمېشنرۍ (یو اېن اېچ سي ار) پر خپل ټویټر یوه پیغام کې ویلي، د پاکستان په سند او کراچۍ کې د بندي افغانانو وضعیت په اړه رپوټونو جدي اندېښمن کړي دي.

دې ادارې ویلي پناه غوښتنه د خلکو بنسټیز بشري حق دی او له دې کبله باید سزا ورنه کړ شي او مجرم ونه ګڼل شي.

د دې ادارې چارواکو ویلي د پاکستان په ګډون د افغانستان له ګاونډیو هېوادونو غواړي، هغو کورنیو ته پناه ورکړي چې د خوندیتوب لپاره ورځي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره زیاتوي پر هېوادونو یې په نړیواله کچه غږ کړی چې په زور د افغانانو د بېرته ستنولو بهیر ودروي.

په کراچۍ کې د طالبانو د حکومت کونسل وايي دغلته په زندانونو کې څه باندې ۳۲۵ افغان ماشومان بندیان دي.

مولوي سید عبدالجبار له بي بي سي پښتو وېبپاڼې سره مرکه کې وويل، په بندیانو کې داسې ماشومان هم شته چې عمرونه یې د دوو او اتو کلونو ترمنځ دي.

نوموړی زیاتوي چې د کراچۍ په زندانونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون اوس له ۱۵۰۰ ډېر افغانان بندیان دي چې ملګرو ملتونو یې په اړه اندېښنه ښودلې.

پاکستان کې یوې مدافع وکیلې 'منیزه کاکړ' بي بي سي ته وویل، پولیسو هغه افغان کډوال نیولي او زندانونو ته اچولي چې هلته یې د اوسېدو قانوني اسناد نه لرل.

نوموړې وايي، هغه ماشومان چې عمر یې تر ۹ کلونو لوړ وي، له مور او پلاره جلا په ځانګړو زندانونو کې بندیان دي.

د نوموړې په وینا مېرمنې او سړي هم جلا جلا زندانونو کې ساتل شوي دي.

که څه هم د پاکستاني پولیسو لخوا د نیول شویو افغانانو، ښځو او ماشومانو کره شمېر مالوم نه دی، خو اغلې کاکړ پر خپل ټویتر لیکلي چې شمېر یې شاوخوا ۱۴۰۰ تنو ته رسېږي.

هغې چې په رضاکاره توګه د دغو کسانو وکالت کوي، زیاته کړې چې بېلابېلو زندانو کې یې تر ۴۰۰ داسې کسان هم لیدلي چې له ویزو او په قانوني توګه پاکستان کې د اوسېدو له (پي او ار) او (اې سي سي) کارتونو سره سره نیول شوي او پولیسو ترې پاسپورتونه او کارتونه اخیستي دي.  

پاکستان کې د دغو بندي افغان ماشومانو انځورونه خواله رسنیو کې په پراخه کچه لاس په لاس شوي او ګڼو خلکو پرې خواشیني ښودلې ده.

له دوی ځینو پر افغان او پاکستاني چارواکو غږ کړی چې د دغو افغانانو خلاصون لپاره ژر ګام واخلي.

افغانستان کې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیاء احمد اسلام اباد کې د افغانستان سفارت پیغام ریټویټ کړی او ورسره لیکلي یې دي "پاکستان کې د مېشتو او مسافرو افغانانو، خصوصا د ښځو، ماشومانو، سپین ږیرو او ناروغانو زنداني کول او ځورونه، خورا دردوونکې ده او د دواړو وروڼو هېوادونو اړیکو لپاره ښه پایله نلري."

اسلام اباد کې د افغانستان سفارت لیکلي "د پاکستاني ادارو او چارواکو له ژمنو سره سره لا هم په پاکستان، په ځانګړې ډول سند ایالت کې د ښځو او ماشومانو په ګډون نیول شوي افغانان له زندانونو نه دي خوشې شوي."

له دې سره د پاکستان د بشري حقونو بنسټ ویلي د کراچۍ ښار زندان کې له ۵۰۰ ډېرې افغان ښځې او ماشومان بندیان دي.

دغه بنسټ یوه لیک کې د سند له ایالتي حکومته غوښتي چې افغانستان ته د نیول شویو کسانو د ستنېدو ته زمینه برابره کړي، ځکه د شمېر زیاتوالي یې د کراچۍ زندان ظرفیت له فشار سره مخامخ کړی او رسېدنه ورته سخته شوې ده.   

پاکستان کې ځینو پښتنو ملتپاله سیاستوالو، د بشري حقونو فعالانو، د پښتون ژغورنې غورځنګ غړو او ژورنالیستانو هم په ځانګړې توګه د افغان ښځو او ماشومانو په بندي کېدو نیوکه کړې.

پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد له یرغل وروسته میلیونونه افغانان پاکستان ته کډوال شول.

که څه هم له دوی ډېر تېرو شلو کلونو کې بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي، خو د ملګرو ملتونو وروستۍ سروې ښيي چې ۱ اعشاریه ۳ میلیونه افغانان لا هم پاکستان کې ثبت شوي او هلته د اوسېدو کارتونه یې ترلاسه کړي دي.

د ۲۰۲۱ کال اګست افغانستان کې د جمهوریت له سقوط وروسته یو ځل بیا ګڼ شمېر افغانان له خپل هېواده ووتل چې ډېر یې لوېدیځو هېوادونو او امریکا ته پناه وړې.

هغوی چې هلته پر تللو نه دي توانیدلي، نژدې ګاونډیو هېوادونو ایران او پاکستان ته یې مخه کړې ده.

اوسمهال ګڼ هغه کسان چې لویدیځو هېوادونو ته د تګ هڅه کوي، پاکستان ایران یا نورو نږدې هېوادونو کې په دې تمه مېشت شوي چې لویدیځو هېوادونو ته د پناه غوښتلو غوښتنلیک به یې ومنل شي.