د سوریې زلزله: 'نه غواړو بل ماشوم هم له لاسه ورکړو'
د سوریې زلزله: 'نه غواړو بل ماشوم هم له لاسه ورکړو'
د خپرېدو وخت
د سوریې او ترکیې له خونړیو زلزلو یو کال تېر شو، ام عبدو او کورنۍ یې لا هم د اوسېدو مناسب ځای نه لري. هغې بي بي سي ته وویل: "د ورځې په اوږدو کې، موږ باید کور ته دننه شو، که څه هم دا زموږ پر سر راولوېږي. نور څه کولی شو؟ د شپې موږ خیمې ته ځو، یوازې هلته ویده کېږو."
د بي بي سي عربي دیما البابلي دا اغېزناکه وېډیو جوړه کړې ده، چې د ۲۰۲۳ کال د فبرورۍ د شپږمې زلزلې له یو کال تېرېدو وروسته یې هلته د اغېزمنو شویو وګړو وضعیت انځور کړی.



