یوه پېغله انځورګره د رنګونو په ژبه د پښتو فولکلور کیسې ژوندۍ کوي
یوه پېغله انځورګره د رنګونو په ژبه د پښتو فولکلور کیسې ژوندۍ کوي
د خپرېدو وخت
د بلوچستان ایالت د پښین ولسوالۍ د خانوزي سیمې یوه پېغله انځورګره د رنګونو له لارې د خپلې ټولنې ورکې کیسې نړۍ ته رسوي.
مینې عصمت الله د ښکلو هنرونو په برخه کې زده کړې کړې دي او باور لري، چې هنر کولی شي د یوې ټولنې ریښتینی انځور خلکو ته ورسوي.
مېنې خپل هنري کار د پښتو فولکلوريکو کیسو پر انځورولو ور ټول ساتلی، چې دا کیسې د رنګونو په ژبه ژوندۍ پاتې شي.
د ادم خان او درخانۍ په څېړنیزه پروژه کې، مینې نه یوازې د مینې یو نامتو داستان انځور کړی، هغه ټولنیز واقعیتونه یې هم را برسېره کړي، چې پښتنې ښځې ورسره مخ دي لکه د ښځو حقونه، ناسم دودونه او وراسته باورونه .
مینه عصمت الله غواړي د خپل هنر له لارې د خپلې سیمې او په ځانګړې توګه د پښتنو مېرمنو په اړه نړۍ ته یو داسې انځور وښيي، چې په کې زړورتیا، قرباني، شعور او بدلون نغښتی وي.



