تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ولې بې دلیله مهم کارونه ځنډوو؟
موږ ټول له دغسې حالت سره بلد یوو... ځان ته یو خوندور څښاک چمتو کوئ، د خپلې خوښې او صحي سباناری اخلئ، کتاب پرانیزئ او د درس د تکرار لپاره په ارام ځای کې کېنئ. خو هر څومره هڅه چې وکړئ، بیا هم نه شئ کولای پر درس تمرکز وساتئ. کله په ټولنیزو رسنیو کې ګرځئ، کله خپله کوټه تنظیموئ، او کله له کړکۍ بهر ګورئ.اصلًا تاسو هر څه کوئ، خو درس نه لولئ! دې حالت ته د کارونو ځنډول (Procrastination) ویل کېږي.
موږ له پروفیسرې فوشیا سیرویس (Fuschia Sirois) څخه، چې د کارونو د ځنډولو په برخه کې یوه مخکښه ماهره ده او ان پر دې موضوع یې کتاب هم لیکلی، غوښتنه کړې چې خپلې غوره مشورې او لارښوونې شریکې کړي.
ډېری خلک د چارو ځنډول د کار ځنډولو یوه بڼه ګڼي.
د بېلګې په توګه موږ یو مهم کار لرو چې پوهېږو باید ترسره یې کړو (لکه د درسونو تکرارول)، خو پر ځای یې بل څه کوو، لکه په ټولنیزو رسنیو کې بوختېدل، له ملګرو سره خبرې کول، یا ان د خونې پاکول.
ځینې وخت خنډ رامنځته کېږي او یو کار د بل کار کولو لپاره ځنډوو، خو دا چې په لوی لاس یا پرته له کوم دلیله یو څه ځنډوو نو دا هغه حالت دی چې هم اختیاري او هم اړین نه وي، یعنی موږ په خپله خوښه او بې له کوم مناسب دلیله مهم کار وروسته ته پرېږدو.
د پوهېدو لپاره ښه ده چې فکر وکړو د کارونو د ځنډولو عادت څه دی او څه نه دی.
د کارونو ځنډول یوازې لټي نه ده.
کله چې یو څوک لټي کوي، هېڅ کار ته زړه نه ښه کوي.
خو ډېر کسان د کارونو د ځنډولو د عادت پر مهال په نورو بې اهمیته یا کم اهمیت لرونکو کارونو ډېر بوخت وي.
ستونزه دا نه وي چې کار نه کوي، بلکې ستونزه دا ده چې هغه مهم کار نه کوي چې باید ترسره یې کړي.
ځکه چې دغه عادت یو زیانمن عمل دی، نو مثبته چاره نه ګڼل کېږي.
دا ځکه د یادونې وړ ده، مثلا که تاسې زده کوونکي یاست او کله ناکله خپل ځان ته قناعت ورکوئ چې د وروستۍ شېبې د مطالعې فشار (rush) به ستاسو فعالیت او نمرې ښې کړي.
خو څېړنې برعکس ښيي.
هغه زده کوونکي چې مهم کارونه ځنډوي، د هغو زده کوونکو په پرتله چې مهم کارونه نه ځنډوي، په درسي کارونو کې کمزوری فعالیت لري.
دغه راز دوی د ازموینو او ارزونو پر مهال د ناعادلانه لارو لکه نقل کولو ته ډېر تمایل ښيي.
که له دې سره هغه فشار او اندېښنه هم اضافه کړو چې د کارونو د ځنډولو عادت له امله رامنځته کېږي، نو څرګندېږي چې عمل زیان رسوونکی دی.
ولې کارونه ځنډوو؟
ډېری خلک فکر کوي چې د مهمو کارونو ځنډول د وخت د ناسم مدیریت، کمزوري نظم، یا پر ځان د کنټرول نشتوالي له امله رامنځته کېږي.
خو دا څرګندونې یوازې د ستونزې ظاهري برخه بیانوي.
کله چې یو څوک ځان ملامتوي او شرموي چې ولې ډېر متمرکز یا منظم نه دی، نو دا چاره ډېری وخت د مهمو کارونو د ځنډولو د عادت د کمېدو پر ځای د هغې د زیاتېدو لامل ګرځي.
راځئ په بل ډول ورته وګورو.
کله چې یو څوک په خپله خوښه او بې له اړتیا یو مهم کار، لکه درس تکرارول، وځنډوي، سره له دې چې پوهېږي دا به منفي پایلې ولري، نو دا کار په ظاهره غیر منطقي ښکاري.
خو که ووایو چې د کارونو د ځنډولو دغه "غیر منطقي والی" په حقیقت کې یوه تېر ایستوونکې بڼه ده، او د کارونو ځنډول یو ځانګړی هدف لري؟
دلته مو له "هدف" څخه موخه دا نه ده چې د کارونو ځنډول ښه کار دی، بلکې دا چې دغه عمل د یو بل هدف د ترلاسه کولو وسیله ګرځي.
دا هدف د هغو ستونزمنو احساساتو اداره کول دي چې موږ یې د یوه کار په تړاو لرو.
د بېلګې په توګه، که د درس تکرارول پر تاسو فشار راولي، ځکه چې د راتلونکې پایلې او نمرو په اړه اندېښمن یاست، یا چې کله له داسې موضوع سره مخامخ کېږئ چې درک کول یې درته سخت وي او مایوسه کېږئ، نو اړ یاست چې د دغو احساساتو د کنټرول لپاره یوه لاره ومومئ، چې خپل تمرکز وساتئ.
ځینې خلک د خپلو ښوونکو، کورنۍ غړو یا د ژوند د تجربو له لارې زده کوي چې څنګه خپل احساسات په سالمه توګه اداره کړي.
خو ځینې نور خلک دا مهارت نه زده کوي.
که تاسو له دویمې ډلې څخه یاست، نو ډېر احتمال شته چې د مهمو کارونو د ځنډولو عادت د دغو منفي احساساتو د مقابلې لپاره د یوې ناسالمې لارې په توګه وکاروئ.
اصلاً، کله چې تاسو له هغه کاره ځان لرې ساتئ چې منفي او ستونزمن احساسات راپاروي، نو لږ تر لږه د لنډ وخت لپاره له دغو احساساتو څخه راحت ترلاسه کوئ.
په دې توګه د کارونو د ځنډولو عادت د مقابلې (coping) د یوې تګلارې په توګه کار کوي او ستاسو منفي مزاج د لنډمهال لپاره ښه کوي.
که یې تاسو پر ځای خوندور کارونه ترسره کړئ، لکه په موبایل کې له ملګرو سره خبرې کول یا په ټولنیزو رسنیو کې وخت تېرول، نو دا به ستاسو مزاج ته لا زیات لنډمهالی ښه والی ورکړي.
ستونزه دا ده چې د کارونو د ځنډولو عادت یوازې د احساساتو د کنټرول لپاره یو موقت حل دی.
څېړنې ښيي چې یوازې د یوه کار په اړه منفي احساسات نه دي چې دا حالت رامنځته کوي، بلکې کله چې خلک مهم کارونه ځنډوي، نو وروسته د ځان په تړاو منفي او انتقادي فکرونه هم پیدا کوي، چې هغوی لا نور هم ناوړه احساس کوي.
د ګناه، شرم او ځان ملامتولو احساسات خلک اړ کوي چې له کاره لا ډېر وتښتي، او په دې توګه د ځنډکارۍ یوه ناسمه او نه ختمېدونکې کړۍ رامنځته کېږي.
په لنډ ډول، د مهمو کارونو د ځنډولو عادت د احساساتو د کمزوري مدیریت ستونزه ده، نه د وخت د مدیریت ستونزه او نه هم د شخصیت یوه نیمګړتیا.
له همدې امله، دغه عادت د حل لومړی ګام دا دی چې خپل احساسات وپېژنو او پوه شو چې کوم احساسات مو د کار له ترسره کولو راګرځوي.
کله چې دغه احساسات په مهربانۍ او پوهېدنې سره اداره شي، د مهمو کارونو د ځنډولو له عادت سره مقابله هم اسانه کېږي.
څنګه کولی شو له د مهمو کارونو د ځنډولو له عادته ځان وژغورو؟
که د یوه کار په اړه د ستونزمنو منفي احساساتو اداره کول د ځنډکارۍ اصلي لامل وي، نو د دې ستونزمنو احساساتو د اداره کولو لپاره د نویو او لا روغو لارو زدکړه کولای شي تاسو د خپل درس له تکراره د تېښتې پر ځای په بشپړه توګه ورسره بوختېدو ته وهڅوي.
مقصد دا نه دی چې د یوه کار په اړه ټول منفي احساسات له منځه یوسئ. لږ څه فشاراصلاً کولای شي فعالیت ښه کړي، تر هغه چې ډېر او نه زغمل کېدونکی نه وي. پر ځای یې، داسې لارې ومومئ چې د درس د تکرار په اړه دغه ستونزمن احساسات کم کړئ، چې اداره کول یې اسانه شي.
دلته د کارونو د ځنډولو د عادت د کمولو لپاره درې داسې تګلارې دي چې د شواهدو له مخې ګټورې دي:
۱. له کوچنیو مسائلو لوی غر مه جوړوئ
ډېری وخت، مخکې له دې چې یو ستونزمن کار پیل کړو، هڅه کوو وړاندوینه وکړو چې دا به څنګه وي او موږ به څنګه احساس کوو.
دغه ذهني وخت سفر د کار په پلان جوړولو کې مرسته کولای شي، خو دا هم کېدای شي موږ دې باور ته ورسوي چې دا کار تر هغه ډېر سخت، فشار راوستونکی یا ستړی کوونکی دی چې په رښتیا وي.
کله چې موږ د درس د تکرار په څېر د یوه کار په اړه له کوچنۍ موضوع لوی غر جوړوو، ډېر احتمال شته چې د هغو ستونزمنو احساساتو د مخنیوي لپاره ځنډکاري وکړو چې موږ یې اټکل کوو.
د دې د مخنیوي لپاره، هغه وروستی وخت یاد کړئ چې په بریالیتوب سره له ورته ستونزمن کار سره مخ شوي وئ. د خپلو احساساتو د اداره کولو لپاره مو کوم مهارتونه کارولي وو؟
که خپله دنده لویه او درنه ښکاري، نو په کوچنیو او د کنټرول وړ برخو یې وېشل د فشار کمولو او د کار د بشپړولو لپاره ستاسو د باور د زیاتولو یوه ښه لاره ده.
ځان ته د هغو سرچینو او تګلارو یادونه کول چې تاسو یې د ستونزمنو احساساتو د مقابلې لپاره لرئ، د دې خطر کموي چې په اوتومات ډول ځنډکارۍ ته مخه کړئ.
۲. خپل کار د معنی له لیدلوري وګورئ
کله چې موږ د یوه کار په اړه تر فشار لاندې یا له ناهیلۍ سره مخامخ یوو، کېدای شي په اسانۍ سره هېر کړو چې دا کار ولې د چارو په لویه طرحه کې مهم دی.
دا کار کېدای شي د یوې ستړې کوونکې دندې په څېر محسوس شي، یعنی داسې څه چې باید یې ترسره کړو، نه داسې څه چې ارزښت ولري او موږ یې د خپلو لویو او ارزښتناکو موخو د ترلاسه کولو لپاره غوره کوو.
کله چې تاسو خپل کار له دغو لويو موخو سره وتړئ، نو کار ډېر مانا لرونکی کېږي، هغه منفي احساسات کموي چې ځنډکاري راپاروي، او تاسو ته ځواک درکوي چې ان هغه وخت هم دوام ورکړئ چې د درس تکرار ستونزمن شي.
۳. نیوکه په مهربانۍ بدله کړئ
کله چې موږ ځنډکاري کوو، کېدای شي داسې احساس وکړو چې یوازې موږ دا کار کوو او نور خلک د ځنډکارۍ له ستونزې سره داسې مخامخ نه دي لکه موږ چې یو.
دا کار کېدای شي د دې سبب شي چې پر ځان سختې نیوکې وکړو او د شرم احساس وکړو، چې دا بیا لا ډېره ځنډکاري رامنځته کوي.
خو په دې موضوع کې هیڅوک یوازې نه دي.
ځنډکاري یوه ډېره عامه ستونزه ده، په ځانګړي ډول د زدکوونکو ترمنځ، او په ځانګړي ډول د هغو کارونو په اړه چې احساساتي بار لري، لکه د درس تکرار.
د دې پر ځای چې پر ځان نیوکه وکړئ، هڅه وکړئ له ځان سره مهربانه واوسئ.
له ځانه وپوښتئ:
''که زما یو ښه ملګری له دغه عادت سره مخ وای، ما به ورته څنګه مشوره ورکوله؟''
له ځان سره هماغه مهرباني او منل شوی چلند وکړئ، چې ستاسو انګېزه بېرته پیاوړې شي او له خپل کار سره بوخت پاتې شئ.
کله چې ځان ته یادونه کوئ چې تاسو په دې ستونزه کې یوازې نه یاست، نو له نورو د ملاتړ غوښتل هم اسانه کېږي.
د پورته تګلارو څخه د بشپړې ګټې اخیستنې لپاره دا هم مهمه ده چې د درس د تکرار چاپېریال د بریالیتوب لپاره برابر کړئ.
د هغو وسوسو او اندېښنو لېرې کول، لکه د خوښې بدیل کارونه او ډیجیټلي مزاحمتونه، به ستاسو پام پر دې اوږدمهاله موخه وساتي چې په زدکړو کې ښه بریالي شئ، نه پر دې لنډمهاله موخه چې یوازې خپله روحیه ښه کړئ.
د TEMPO وسیله
که غواړئ د احساساتو د اداره کولو او د مهمو کارونو د ځنډولو د عادت د کمولو په اړه نور معلومات ترلاسه کړئ، نو ښايي د Fuschia لخوا جوړ شوی نوی TEMPO Toolkit به درته ګټور وي.
TEMPO د Taming Emotions to Manage Procrastination Openheartedly لنډیز دی، چې معنا یې ده:
''د احساساتو مهارول چې ځنډکاري په عاطفي ډول اداره شي.''
که ملاتړ ته اړتیا لرئ
باید تل د هغه څه په اړه له چا سره خبرې وشي چې اندېښنه پیدا کوي.
کولی شئ له خپل ملګري، مور او پلار، سرپرست، ښوونکي، یا بل باوري بالغ کس سره خبرې وکړئ.
که تاسو د خپلې رواني روغتیا له ستونزو سره مخ یاست، نو د خپل کورني ډاکټر سره لیدنه د مرستې موندلو لپاره یو ښه پیل کېدای شي. ستاسو ډاکتر کولی شي تاسو ته شته ملاتړي خدمتونه وښيي. د درملنې بېلابېل ډولونه درته وړاندیز کړي.
منظمې کتنې یا معاینات (check-ups) ترسره کړئ، چې پوه شئ ستاسو حالت څنګه دی.
د ځوانانو لپاره د نورو ګټورو او ملاتړو ادارو لینکونه د BBC Bitesize Action Line په پاڼه کې هم موندلای شئ.