د طالبانو حکومت لوړ پوړی چارواکی: له جمعه خان فاتح سره هوکړه نه ده شوې، ځان یې د دوی ځواکونو ته سپارلی

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

په افغانستان کې د طالبانو یوه جګپوړي چارواکي بي بي سي ته ويلي چې په بدخشان کې يو سیمه ییز قومندان جمعه خان فاتح، چې له یوې اوونۍ راهیسې د طالبانو حکومت د دفاع وزارت د ځانګړو ځواکونو سره په جګړه بوخت و، له "کومې هوکړې پرته ځان د دوی ځواکونو ته سپارلی دی"

دغه چارواکي، چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، ويلي، ښاغلی فاتح د چورلکې په واسطه د بدخشان مرکز فیض اباد ته وړل شوی دی.

مخکې له دې، په بدخشان کې د طالبانو امنیتي سرچینو بي بي سي ته تائید کړې وه چې جمعه خان فاتح تېره شپه ناوخته له خپلو وسله والو کسانو سره له خپلو غرنیو پوستو څخه راښکته شوی دی.

سرچینې د بي بي سي سید عبد الله نظامي ته ویلي وو، ښاغلی فاتح په نسي ولسوالۍ کې د طالبانو حکومت د پوځ له لوی درستیز سره یو ځای شوی دی او په وینا یې لا هم خبرې روانې دي.

فصیح الدین فطرت درې ورځې وړاندې دغې ولسوالۍ ته د امنیتي حالت د څار لپاره ورغلی دی.

که څه هم د هوکړې ډېر جزیات نه دي خپاره شوي خو ځینو امنیتي سرچینو ویلي، د هغه د اړونده کسانو بشپړ بې وسلې کول یو مهم شرط ښودل شوی دی.

بي بي سي لا نه ده توانېدلې په دې تړاو د جمعه خان فاتح یا د هغه د ملګرو نظر واخلي.

په تېرو څو ورځو کې د طالبانو حکومت د ځواکونو او جمعه خان فاتح د کسانو تر منځ د جګړو راپورونه ورکول کېدل.

جمعه خان فاتح وړاندې هم په يوه غږيز پیغام کې د شخړې د حل لپاره د خبرو غوښتنه کړې وه.

په دغه غږیز پیغام کې، چې ظاهراً د طالبانو حکومت یوه لوړپوړي امنیتي چارواکي ته استول شوی و، جمعه خان فاتح خپل دریځ وړاندې کړی و او ادعا یې کړې وه چې د طالبانو د ''ځانګړې قطعې'' ځواکونو د خلکو کورونه تلاشي کړي او ملکي وګړي یې وژلي دي.

خو دوو امنیتي سرچینو، چې د طالبانو حکومت پورې تړاو لري، بی بي سي ته ویلي چې دا غږیز پیغام یې ترلاسه کړی، خو د فاتح ادعاوې یې رد کړې وې. د دوی په وینا، جګړه د جمعه خان فاتح له کسانو پیل شوې ده.

د بدخشان نُسي ولسوالۍ چې تر ډېره د دواړو لوريو تر منځ په کې نښتې کېدې د جمعه‌خان فاتح اصلي مرکز ګڼل کېږي او د هغه پلویان او وسله‌وال په همدې ولسوالۍ کې فعالیت لري.

جمعه‌خان فاتح د افغانستان د پخواني حکومت پر مهال له مرکزي دولت سره جګړه وکړه او د طالبانو له لیکو سره یوځای شو. د طالبانو د پرمختګونو او د پخواني حکومت د سقوط پر مهال یې د درواز سیمې د ولسوالیو په نیولو کې مهم رول لوبولی و.

د راپورونو له مخې، نوموړی د درواز سیمې په ولسوالیو کې فعال حضور لري او په دغو سیمو کې یې څو دیني مدرسې هم جوړې کړې دي.

نوموړي په دې وروستیو کې کابل ته سفر کړی و او د طالبانو د حکومت له یو شمېر لوړپوړو چارواکو، د وزیرانو شورا له رئیس محمدحسن اخند سره یې هم لیدلي وو.