هند سره د لومړنۍ لوبلړۍ لپاره افغان لوبغاړي اعلان شول؛ مجیب او راشد هم په کې شته

    • Author, یوسف خان ځدراڼ
    • دنده, بي بي سي
  • د خپرېدو وخت

د افغانستان کرېکټ بورډ د هند خلاف د ملي لوبډلې نوملړ ډاګیزه کړی چې په کې یو ځل بیا د راشد خان پر ځای لوبډلمشر ابراهیم ځدراڼ غوره شوی دی.

د راشد خان د ملا درد له عملیاتو وروسته دا دویمه لوبلړۍ ده چې پر ځای یې لنډمهاله بل لوبډلمشر ټاکل کېږي.

راشد خان په ۱۹ کسیزه نوملړ کې اخیستل شوی دی خو دا لا نده معلومه چې هغه به د لوبې جوګه وي که نه.

کرېکټ بورډ هم په دې اړه څه نه دي ویلي چې هغه ولې لوبډلمشرۍ لېرې شوی دی. خو هغه تازه د ملا عملیات کړي دي.

نوموړی اوونۍ وړاندې د متحده عربي اماراتو خلاف د درېیو شل اوریزو لوبو لوبلړۍ ته نه وه اخېستل شوی بلکې په احتیاطي لوبغاړو کې و.

د هغه تر څنګ مجیب الرحمان هم لوبډلې ته غوره شوی چې د اماراتو خلاف لوبو کې نه و او کرېکټ بورډ پرې د ځينو بندیزونو لګولو خبر ورکړی و.

د دغو دواړو ورو او نامتو توپ اچوونکو تر څنګ قیس احمد او نور احمد لکڼوال هم غوره شوې دي.

په نورو لوبغاړو کې په حضرت الله ځاځي، فرید احمد ملک ، کریم جنت، شرف الدین اشرف، محمد سلیم، ګلبدین نایب، اکرام علیخېل، محمد سلیم صافي هم د افغانستان د ډېر لوبیدونکي سکواډ لوبغاړو ترڅنګ باور شوی دی.

په ۱۹ کسیزه لوبډله کې رحمان الله ګوربز او اکرام علي خېل د پیل توپ وهونکي او وېکټ ساتونکي، رحمت شاه او لوبډلمشر ابراهیم ځدراڼ، نجیب ځدراڼ د اصلي توپ وهونکو، محمد نبي، عظمت الله عمرزی د لوبډلې د الراونډر لوبغاړو په توګه د لوبډلې برخه ګرځول شوې.

د مجیب الرحمان تر څنګ د افغانستان چټک توپ اچونکي نوین الحق او فضل حق فاروقي چې کرېکټ بورډ پرې لومړۍ د بندیزونو لګولو او بیا ورپسې د راولاړې شوې ستونزې د حل په موخه د لا خبرو ویلي و په اعلان شوې نوملړ کې دي.

له ورته ترکیب سره افغان لوبډلې تېره اونۍ له متحده عرب اماراتو د دریو شل اوریزو لوبو لوبلړۍ ۳-۱ ګټلې وه.

افغان ملي لوبډله له هند سره د نړیوالو شل اوریزو سیالیو د لومړنۍ لوبلړۍ پیل د روانې جنوري میاشتې پر ۱۱مه (راتلونکې پنجشنبې په ورځ) وکړي.

د دواړو کرېکټ بورډونو لخوا د اعلان شوې مهالوېش له مخې دویمه لوبه د جنورۍ پر ۱۴مه او دریمه او وروستۍ لوبه د همدې میاشتې پر ۱۷مه نېټه ده.

دا لوبې د هند په کوربه توب په درېیو بېلو نړیوالو لوبغالو کې کېږي.