روسیه او اوکرایین د اوربند هوکړې ته ونه رسېدل خو د بندیانو په تبادله يې موافقه وکړه

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

د روسيې او اوکرايين تر منځ د سولې د مخامخ خبرو دويم پړاو له پام وړ پرمختګ پرته پایته ورسېد. خو دواړو خواړو د بنديانو د تبادلې په اړه هوکړه وکړه.

د اوکرايين مذاکره کوونکو ويلي، روسيې يو ځل بیا "غير مشروط اوربند" چې د کيېف، اروپا او امریکا يوه مهمه غوښتنه ده رد کړې.

د روسيې يوه پلاوی ويلي چې دوی د جګړې لومړۍ کرښې په "ځینو سيمو" کې له دوو تر دريو ورځو پورې د اوربند وړانديز کړی دی خو په دې اړه يې نور جزيات نه دي ورکړي.

د ترکيې پلازمېنه استانبول کې د دوشنبې په ورځ د دواړو لوريو تر منځ خبرو اترو يو ساعت دوام وکړ او هوکړه يې وکړه چې ټول ناروغ او سخت ټپي شوي جنګي بنديان او همدارنګه هغه چې عمرونه يې له ۲۵ کلونو کم دي يو له بل سره تبادله کړي.

د خبرو اترو له پيل وړاندې هم د جوړجاړي يا بشپړ اوربند ته د رسېدو لپاره د هيلو څرک نه ترسترګو کېده، دواړه لوري د هغې جګړې د پايته رسېدو په اړه چې روسيې د ۲۰۲۲ کال په فبرورۍ کې پيل کړې ويشلي وو.

مسکو اوس مهال د کرايميا ټاپوزمې په ګډون د اوکرايين شاوخوا ۲۰ سلنه خاوره تر کنټرول لاندې لري.

د اوکرايين د دفاع وزير او د دغه هېواد د مذاکراتي ډلې مشر رستم عمروف يوې خبرې غونډې ته ويلي چې "د اوسنۍ وژنې د مخنيوي" لپاره اوکرايين په ځمکه، سمندر او فضا کې لږ تر لږه پر ۳۰ ورځني بشپړ او غير مشروط اوربند ټينګار کوي.

نوموړي وويل، اوکرايين څو ورځې وړاندې روسيې ته داوربند وړانديز کړی و خو مسکو ورته کار ونه کړ، یوازې د استانبول په غونډه کې يې خپل وړانديز روښانه کړ.

د اوکرايين د بهرنيو چارو مرستيال وزير سرهي کيسليټسيا ويلي، روسيې بې قيد او شرطه اوربند رد کړی دی.

اوکرايين روسيې ته د سلګونو ماشومانو نوملړ هم سپارلی چې کيېف وايي په زور روسیې ته وړل شوي دي.

اوکراييني مذاکره کوونکو ويلي، تمه لري چې روسیه به د جون تر پايه د اوکرايين وړانديزونو ته ځواب ووايي او د اورکرايين ولسمشر ولودمير زېلېنسکي او د روسيې د ولسمشر ولادمير پوتين تر منځ د مستقيمو خبرو اترو پر اړتيا يې ټينګار کړی.

خو تراوسه د دواړو ولسمشرانو تر منځ د ناستې په اړه د پرمختګ کومه نښه نه تر سترګو کېږي.

په يوه جلا خبري کنفرانس کې د روسيې د پلاوي مشر ولادمير ميډينسکي تائيد کړه چې ټول ناروغ او سخت ټپي شوي جنګي بنديان او هغه چې عمرونه يې له ۲۵ کلونو کم وي تبادله کېږي.

البته د تبادلې لپاره کوم مهالوېش نه دی ټاکل شوی.

نوموړي دا هم وويل چې روسیه به راتلونکې اوونۍ د ۶۰۰۰ اوکراييني پوځيانو جسدونه کيېف ته وسپاري.

د اوربند لپاره د روسيې او اوکرايين د وړانديزونو متن لا تراوسه په رسمي ډول نه دی خپور شوی.

اوکرايين او روسيې د مې مياشتې په وروستيو کې د مخامخ خبرو اترو په لومړي پړاو کې موافقه کړې وه چې د يوه او بل زر تنه جنګي بنديان به تبادله کوي.

زېلېنسکي او د هغه اروپايي ملګرو په بار بار روسيه تورنه کړې چې په قصدي توګه د اوکرايين د خاورې نيولو په موخه ګټورې خبرې اترې ځنډوي.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ چې پر چټک حل يې ټينګار کاوه تر دې مهاله پر روسيه د سختو بنديزونو لګول ځنډولي دي.