د مایکل جورډن لوبیز بوټان په ۲٬۲ میلیون ډالرو وپلورل شول

د خپرېدو وخت

د باسکټبال ستوري مایکل جورډن یوه جوړه لوبیز بوټان په یوه لیلام کې په ۲٫۲ میلیون ډالرو (۱٫۷ میلیون پونډه) وپلورل شول، چې دا تر ټولو په لوړه بیه پلورل شوي بوټان ګڼل کېږي.

دغه بوټان چې سوتبیز یې ارزښت د دوو میلیون تر څلور میلیونه ډالرو اټکل کړی و،‌ په لیلام کې د جورډن د شخصي توکو تر ټولو په لوړ قېمت پلورل شوي شخصي ‌توکي دي.

په ۱۹۹۸ کال د مسلکي باسکټبال لوبغاړو پایلوبه کې د هغه اغوستل شوی کمیس په ۱۰٫۱ میلیون ډالرو وپلورل شول.

دا وروستی خرڅلاو د جورډن لوبیز اهمیت په ډاګه کوي.‌

په سوتبیز کې یوه چارواکي براهم واچر وویل: "نننۍ پایله دا په ډاګه کوي چې د مایکل جورډن لوبیز یادښتي توکي لا هم تر اټکل ډېر لوړ ګڼل کېږي."

د جورډن پخواني بوډان په ۱٫۴۷ میلیون ډالرو په ۲۰۲۱ کال کې پلورل شوي‌وو.

د سې شنبې په ورځ دغه پلورل شوي بوټان د باسکټبال ستوري په ۱۹۹۷ او ۹۸ کلونو کې شیکاګو کې د وروستۍ اتلولۍ د موسم پرمهال پر پښو کړي وو.

جورډن دا بوټان داسې مهال پښو کړل چې د امریکا ۱۹۹۸ کال پایلوبې لړۍ په ۲ لوبه کې یې ۳۷ نومرې واخیستې.