د محدویت ۱۰۰۰ ورځې: که له زدکړو نه وای راګرځول شوې اوس به ډاکتره وم

د ویډیو تشریح، د محدویت ۱۰۰۰ ورځې: که زدکړو نه وای راګرځول شوې اوس به ډاکتره وم
د محدویت ۱۰۰۰ ورځې: که له زدکړو نه وای راګرځول شوې اوس به ډاکتره وم
د خپرېدو وخت

دا اوونۍ په افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر ښوونځیو د طالبانو د بندیز ۱۰۰۰ ورځې پوره شوې.

د طب پوهنځي د څلورم کال یوه محصله وایي، زړه ته یې نه لوېدله چې اوسني چارواکي دې د ښځو له روغتیا سره تړلې زدکړې هم بندې کړي. فاطمه (مستعار نوم) زیاتوي، که له پوهنتونه نه وای راګرځول شوې، اوس به ډاکتره وه.