روسیه کې تورنو کسانو ته ویل کېږي: د محکمې پر ځای جګړې ته تلای شئ

د عکس سرچینه، Novosibirsk courts administration
د مارچ میاشتې پر ۲۸مه د سهار په ۶:۴۵ بجو پولیس د روسیې په سایبریا کې نووسیبیرسک ته نږدې د اندری پرلوف کور ته ورغلل.
پولیسو پر هغه تور لګولی و، چې د نووسیبیرسک فوټبال کلب څخه یې، چې دی یې اجرائیوي مشر و، شاوخوا درې میلیونه روبل (۳۲،۰۰۰ ډالر) غلا کړي دي.
دی او کورنۍ یې دا تور نه مني.
۶۲ کلن اندری پرلوف د ۱۹۹۲ کال په اولمپیک کې د ۵۰ کیلو مترو په ځغاسته کې د سرو زرو مډال ګټلی و.
نوموړی له شپږو میاشتو راهیسې توقیف دی.
کورنۍ یې وايي، تر فشار لاندې دي، چې په اوکرایین کې له جګړې کولو سره موافقه وکړي.
اندری پرلوف ته ویل شوي، که جګړې ته پر تګ هوکړه وکړي په بدل کې به یې د ده پر ضد د مالي فساد پلټنې ودرول شي او د جګړې له پای ته رسېدو وروسته به د تور دا قضیه وتړل شي.
دا کومه پټه خبره نه ده، چې زندانیان په اوکرایین کې د جګړې ډګر ته د تګ لپاره ګومارل کېږي، خو د بي بي سي یوه شننه ښيي، څنګه پام هغو تورنو کسانو ته ور اوښتی چې لا محاکمه شوي نه دي.
روسیه کې دا نوی قانون په دې معنی دی، څارنوالان او مدافع وکیلان اوس اړ دي په جرم تورنو کسانو ته خبر ورکړي، چې دوی اوس د محکمې پرځای جنګ ته د تلو اختیار لري.

د عکس سرچینه، Getty Images
هغه قوانین چې د ۲۰۲۴ کال په مارچ میاشت کې تصویب شو د هغو مطلب دا دی، که څوک نوم لیکنه وکړي، نو روانه د تور قضیه به یې ځای په ځای ودرول شي پلټنه به نه کېږي او د جګړې په پای کې به بیخي وتړلی شي.
روسیه کې تورنو کسانو ته قانوني اسانتیاوې برابروونکې د یوې موسسې مشرې اولګا رومانوا وايي:
"دې د روسیې د قانون پلي کولو سیستم ګډوډ کړی دی،"
نوموړې زیاتوي:
"پولیس اوس کولی شي یو سړی د یو چا د جسد تر څنګ ونیسي چې همدا شېبه یې وژلی دی او لاسونه یې ور ولچک کړي، خو وژونکي به غږ وکړي، چې صبر وکړئ، زه غواړم ځانګړو عملیاتو ته لاړ شم او دوی به یې د جرم قضیه بندوي."
موږ د یوه پلټوونکي غږیز پیغام تر لاسه کړ چې لیک شوي و.
په دې غږ کې یاد پلټوونکی د یوه کس مېرمنې ته چې د غلا په تور په درې کاله زندان محکوم شوی له روسيي پوځ سره د هوکړې لاسلیک کولو ګټې ورته تشریح کوي.
پلټونکی د زنداني کس مېرمنې ته وايي:
"کیدای شي د بل جرم لپاره په شپږ کاله بند محکوم شي. ما هغه ته فرصت ورکړ، چې هوکړه لاسلیک کړي. که یې هوکړه ومنل شوه. هغه به جګړې ته ولاړ شي او قضیه به یې وتړل شي."

د عکس سرچینه، Lipavsky family vk.com
که تورن کس تړون لاسلیک کړي، په څو ورځو کې به یې جرمي قضیه په ټپه ودرول شي او ډېر ژر به د جګړې لومړۍ کرښې ته واستول شي.
درې وکیلانو چې په روسیه کې کار کوي تائید کړې، چې دا په ټول هېواد کې یو دود ګرځیدلی.
ځینې یې زندان ته له تګ څخه د مخنیوي او جرمي ریکارډ نه درلودلو په هیله جګړې ته د تګ لپاره چمتووالی اعلانوي، خو دا د وتلو اسانه لار نه ده، د یاروسلاو لیپاوفسکي په نوم یو ځوان له دې حالاتو تېر شوی.
هغه تورن شوی و خو له پوځ سره یې یوه هوکړه لاسلیک کړه.
نوموړی څنګه چې اتلس کلن شو د تور له څېړنو د خلاصون لپاره جګړې ته لاړ خو هالته یوه اوونۍ وروسته ووژل شو.
دی یو له هغو ځوانانو څخه دی چې اوکرایین کې وژل شوي.
دا څرګنده نه ده، چې څومره په جرمونو تورنو کسانو د محاکمې پر ځای جګړه غوره کړې ده، خو د پالیسۍ بدلون د روسیې اړتیا منعکس کوي چې خپل ځواکونه پیاوړي کړي.
له دې سره روسیه کولی شي د هغو ملکي وګړو شمېر کم کړي چې تمه ده د جګړې لومړۍ کرښې ته لاړ شي.






















