'دوه کلن زوی مې یې زما مخ کې وواژه'
'دوه کلن زوی مې یې زما مخ کې وواژه'
د خپرېدو وخت
د فلسطیني ماشوم محمد التمیمي انځورونه د نبي صالح کلي پر عمومي دروازه او د هغه کور ته پر ورتلونکو ټولو لارو وځړول شول. محمد التمیمي د اسراییلي پوځیانو په ډزو تر ټپي کېدو وروسته سا ورکړه. د هغه مور مروه التمیمي په ژړغوني غږ له خپل زوی سره د هغه د ټنډې په ماچې کولو خدای پاماني وکړه.



