اسرائیل: سرتېري مو د غزې په سویل کې د حماس نویو مرکزونو ته ننوتي دي
اسرائیل: سرتېري مو د غزې په سویل کې د حماس نویو مرکزونو ته ننوتي دي
د خپرېدو وخت
د اسرائیلو د پوځ ویاند ویلي، چې سرتېري یې د غزې په سویل کې د حماس نویو مرکزونو ته ننوتي دي.
په ورته وخت کې ولسمشر بایډن د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ته ویلي، چې غزه کې د ملکي خلکو د ساتنې اړتیا جدي ده او دغې سیمې ته د مرستو لېږل هم باید خوندي ترسره شي.
خو ښاغلي نتنیاهو ټینګار کړی، اسرائیل به تر هغې جګړې ته دوام ورکړي چې ټولې موخې یې پوره شوې نه وي.



