افغان او قزاق سوداګرو د ۱۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت سوداګریز تړونونه لاسلیک کړل

د ویډیو تشریح، د طالبانو حکومت او قزاق چارواکو ویلي غواړي کلنۍ سوداګري ۳ میلیاد ډالرو ته ورسوي
افغان او قزاق سوداګرو د ۱۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت سوداګریز تړونونه لاسلیک کړل
د خپرېدو وخت

د افغانستان او قزاقستان جګپوړو چارواکو نن د افغان - قزاق سوداګریز فورم په ترڅ کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزې لارنقشې قرارداد لاسلیک کړ.

دا هوکړه د قزاقستان په الماتا ښار کې د طالبانو حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزیر او د قزاقستان د مرستیال لومړي وزیر ترمنځ لاسلیک شوه.

د دې نوې هوکړې له مخې به دواړه هېودونه هڅه کوي چې د خپلمنځي سوداګرۍ کچه د کال درې میلیارد ډالرو ته ورسوي.

اوس مهال د دغو هېوادونو ترمنځ هر کال شاوخوا یو میلیارد ډالر سوداګري کېږي.

په دې کې ډېر توکي له قزاقستانه افغانستان ته ځي. خو اوسنۍ هوکړه له دواړو لورو پر سوداګرۍ ټینګار کوي.

هممهاله د افغان او قزاق شرکتونو ترمنځ د ۱۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت قراردادونه هم لاسلیک شول.