خلیل الحیه: پر اسرائیل د حماس برید د سپیناوي وړ دی

د ویډیو تشریح، خلیل الحیه: د اسرائیل د حماس برید د سپیناوي وړ دی
خلیل الحیه: پر اسرائیل د حماس برید د سپیناوي وړ دی
د خپرېدو وخت

د حماس يو تر ټولو جګپوړي مشر بي بي سي ته ويلي، د تېر کال اوکتوبر پر اوومه او بيا يې له هغه راهيسې د ډلې کړه وړه، د سپيناوي وړ دي.

خليل الحيه، حماس پر اسرائيلو بريد ځکه وکړ، چې د فلسطينيانو دولت جوړېدو مسئله بېرته نړيوالې اجنډا ته راولي.

کله چې د حماس وسله وال د اوکتوبر پر اوومه اسرائيلو ته ننوتل، شاوخوا ۱۲ سوه کسان ووژل شول، چې ډېر یې ملکيان وو.

حماس د بريتانيا او امريکا په ګډون څو هېوادونو له لوري ترهګره ډله بلل کېږي، او الحيه، وايي د فلسطين وګړي د اسرائيلو له لوري څو لسيزې تاوتريخوالي سره مخامخ دي.

جېرېمي بووېن ورسره خبرې کړې دي.