تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د کابل هوا ککړتیا ډېره شوې، چارواکي وايي، د کابو کولو لپاره یې اقدامات کړي
- Author, سید ولي ناصر
- دنده, بي بي سي
- د خپرېدو وخت
د کابل ښار هوا د ژمي په موسم کې لا پسې ککړه شوې، چې لاملونه یې د ښاریانو مجبوریت او بې پروايي او همدارنګه د مسوولو ادارو کمه پاملرنه ګڼل کېږي.
د کابل په ساړه ژمي کې د کورونو تودولو لپاره د کارېدونکو ډبرو سکرو لوګی د هوا په ککړېدو کې ستر رول لري.
په افغانستان کې د طالبانو حکومت د چاپیریال ساتنې اداره وايي، که څه هم د تېرو کلونو پر تله د هوا د ککړوالي کچه کمه ده، خو وايي د لا ښه والي لپاره یې د یوې شپږ میاشتنۍ طرحې تطبیق پیل کړی دی.
مسوولین وايي، د دې طرحې پلي کېدل به د میزان له لومړۍ نېټې بیا د حوت تر میاشتې پورې دوام وکړي. د چاپیریال ساتنې د تنظیم او کنټرول برخې مشر احمد فیصل بریالي بي بي سي ته وویل:
''په دې پروګرام کې عامه پوهای دی، د خبرپاڼو خپرول دي، د بې فلټره مرکز ګرمیو مخنیوي لپاره زموږ کاري ټیمونه په ځانګړو وختونو کې ناحیو کې ګرځي، دغه راز له ترافیکو سره په همغږۍ هغه موټران راګرځولو کېږي چې لوګي کوي، که په لنډه توګه ووایم، موږ د تېرو وختونو پرتله کافي ډېرې لاسته راوړنې لرو.''
بل لور د طالبانو حکومت عامې روغتیا وزارت پر ایکس خواله رسنۍ یوه پیغام کې له خلکو غوښتي چې بې ضروروته ښار ته له تګ، راتګه ډډه وکړئ، ماسک وکاروي، کور ته له رسېدو وروسته حمام وکړي او د هوا ککړتیا کمولو لپاره د امکان تر حده له عامه ترانسپورتي وسایلو څخه کار واخلي.
د کابل ښاروالۍ او چاپېریال ساتنې ادارې هم د ژمي له رسېدو سره د هوا پاکوالي لپاره د یو لړ تدبیرونو پلي کېدو خبره کړې وه.
کارپوهان وايي، د هوا سوړوالی کم اورښت په څېر طبیعي عوامل او د جامدو سونتوکو کارول او د نقلیه وسایطو ډېروالي په څېر مصنوعي لاملونه په ژمي کې د کابل ښار د هوا ککړتیا ډېروالي لاملونه دي.
کابل د ژمي په موسم کې د نړۍ له هغو پلازمېنو یوه بلل کېږي، چې هوا یې ډېره ککړه او د چاپېریال کیفیت یې د روغتیا لپاره ډېر مضر بلل کېږي.
په کابل کې د لویو او کوچنیو موټرو شمېر ۵۵۰ زره ښوول شوی دی. د دې تر څنګ د کافي ګاز او برېښنا نشتوالی د دې لامل شوی، چې هره کورنۍ په منځنۍ کچه د ډبرو سکرو، پلاستیکونو او لرګیو په ګډون ۲۲۰۰ کیلوګرامه فوسیلي مواد یا جامد سونتوکي وکاروي.
په ۱۳۸۸ کال کې د یوې ترسره شوې سروې موندنې ښيي چې په کابل کې هر کال ۳۰۶۰ کسان د ککړې هوا له کبله خپل ژوند بایلي، چې هره ورځ کابو لس کسان کېږي.