تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
په افغانستان کې له پېښو وروسته بېړنۍ مرستې له کومو ستونزو سره مخامخ دي؟
- Author, مامون درانی
- دنده, بي بي سي
- د خپرېدو وخت
افغانستان د اورلګېدنې او ترافیکي پیښو نه وروسته د بېړنیو لومړنیو مرستو په وړاندې کولو کې له پاموړ ننګونو سره مخ دی.
د روغتیا د نړیوال سازمان (ډبلیو ایچ او) د معیارونو له مخي د هرو سلو زرو خلکو لپاره باید لږترلږه یو امبولانس شتون وي، خو افغانستان، چې نژدې ۳۵ میلیون وګړي لري یوازی ۳۰۰ امبولانسونه لري.
په افغانستان کې د اوروژني برخه کې د کافي وسایطو او مرکزونو نشتون بله ننګونه ده، چي له کبله یې ډېر کله له اورلګېدني وروسته د مالي او ځاني زیان کچه د نورو هېوادونو پرتله لوړه وي.
د اورلګېدني تر ټولو تازه پېښه د کندهار- هرات پر لویه لار د هلمند ګرشک ولسوالۍ کې د ټانکر، سپرلۍ وړونکي بس او موټر سایکل د ټکر هغه ده، چې له کبله يې بس اور اخیستی ، ۲۱ کسان پکې وسوځېدل او ۳۸ نور ژوبل شوي وو.
عیني شاهدان وايي پېښه څلور بجې رامنځته او د اور وژني مرستندویان هغه مهال سیمي ته ورسیدل، چې بس موټر په بشپړه توګه سوځېدلی و.
د اورلګېدني پېښي ان په لویو ښارونو کې هم د درنو مالي زیانونو لامل شوې دي.
د کندهار صنعتي پارک کې د پلاستیکي ټوکرۍ (جالۍ) جوړولو یوه فابریکه کې څلورمیاشتې وړاندې د اورلګېدني پایله کې ټوله فابریکه وسوځېدله او د شاوخوا ۲۵۰ زره امریکايي ډالرو زیان یې واړاوه.
ددغې فابریکې مشر حاجي عبیدالله وايي اورلګېدنه ممکن سهار څلور بجې د برېښنا له راتګ سره پیل او د اور وژني ځواک پنځه او پنځلس دقیقو باندي هغه مهال سیمي ته ور ورسېدل ، چي فابریکه په بشپړه توګه سوځېدلې وه.
دی وايي:
" د اوروژنې سټېشن له صنعتي پارکه څو کیلومتره لېرې د ښار په زړه کې دی، که د ورځې اورلګېدنه رامنځته کېږي پر سړک د ترافیکي ګڼه ګوڼي په خاطر د پېښي ځای ته په ځنډ رسېږي."
د افغانستان د صنعتکارانو ټولنه وايي د کابل د پلچرخي صنعتي پارک پرته ددغه هېواد د پنځو زونونو په صنعتي پارکونو کې د اور وژني او روغتیايي چوپړونو مرکزونه نشته.
ددغې ټولني مشر عبدالجبار صافی وايي سره له دې چې د اور وژني ځواک خپله هڅه کوي، خو دده په خبره په صنعتي پارکونو کې د اور وژنې د مرکزونو نشتوالي، د پېښې ځای ته په ځنډ رسېدل، په عصري وسایلو نه سمبالتیا او د اوبو رسولو د شبکې نشتون د اورلګېدني د پېښو پر مهال د مالي او ځاني زیانونو د د کچي د ډېرېدو لاملونه دي. دی زیاتوي:
" په کارخونو کې داسې ګڼي پېښې رامنځته شوې، چې د کارګر لاس ماشین نیولی او یا هم برېښنا نیولی وي او له دې کبله یې خپل ژوند بایللي وي، چې روغتون ته په وخت نه دی رسېدلي."
ښاغلی صافی وايي د کابل صنعتي پارک کې صنعتکارانو غوښتل په خپل لګښت یو روغتیایې مرکز جوړ کړي، خو د سوداګرۍ او صنعت وزارت له خوا یې چارې ځنډول شوې دي.
د صنعتکارانو د ټولنې دغه مشر وايي صنعتي پارکونو کې د اوروژنې د امکاناتو نشت ددې لامل شوي ، چې د کابل ده سبز صنعتي پارک کې د اورلګېدني ځینو پېښو کې صنعتي کارخوني په بشپړ توګه وسوځي .
کابل ښار د شاوخوا څلور نیم میلیونه وګړو په لرلو سره یوازې پنځه د اور وژنې مرکزونه لري، په داسي حال کې چې د تېر جمهوري حکومت چارواکو ویلي و دغه ښار د اور وژنې ۲۱ مرکزونو ته اړتیا لري .
د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع وايي ددغه وزارت اړوند بېړنیو پېښو ته د رسېدني او اطفایې لوی ریاست د افغانستان ۳۴ ولایتونو او ۲۲ بنادرو کې د اور وژنې یو یو سټېشن لري، چې دده په خبره د اوروژني په ټولو وسایلو سمبال دي دي وايي:
" موږ په ټول افغانستان کې ۶۰ د اوروژني سټېشنونه لرو ، چي پنځه یې کابل کې دي ، همدا راز په ځینو مهمو ولسوالیو کې هم د اور وژنې ګرځنده سټېشنونه شته"
افغانستان کې د بېړنیو پېښو پر مهال د لومړنیو روغتیایي چوپړونو برخه کې هم شکایتونه پراخ او معیاري امبولانسونو ته لاس رسی محدود دی ، چې په بېړنیو حالاتو کې اغېزمنو ته لومړنۍ مرستې ورسوي.
د عامې روغتیا وزارت بیا وايي د بېړنیو پېښو پر مهال اغېزمنو کسانو ته د لومړنیو روغتیايي خدمتونو رسولو لپاره د افغانستان ولایتونو کې د امبولانس امریتونه لري، چي په عصري وسایلو سمبال دي .
ددغه وزارت ویاند ډاکټر شرافت زمان وايي د بېړنیو روغتیایې مرستو لپاره په مرکز او ولایتونو کې د ۱۰۲ وړیا شمېره لري او همدا ډول د پولیسو ۱۱۹ شمېره هم شته، چې په بېړنیو حالاتو کې مرسته ترې غوښتل کېدای شي. دی زیاتوي:
" په ټول افغانستان کې له ۳۰۰ زیات امبولانسونه شته ، چې ۲۵ یې کابل کې دي، ۱۲۵ هغه یې له ازبکستانه نوي اخیستل شوي "
ښاغلی زمان وايي، دغه امبولانسونه هغه سیمو ته ورکړل شوي ، چې له مرکزه لېرې او د بېړنیو پېښو پر مهال ورته زیاته اړتیا لېدل کېږي .
د روغتیا وزارت وايي د بېړنیو پېښو پر مهال د لومړنیو روغتیايي مرستو د رسولو په موخه یې خپل بشري ځواک ته ځیني روزنیز پروګرامونه جوړ کړي، په ځانګړې توګه هغو روغتیاپالانو ته، چې ولسوالیو ته لېږدول کېږي .
د روغتیا د نړیوال سازمان (WHO) د معیارونو له مخي د هرو سلو زرو خلکو لپاره باید لږترلږه یو امبولانس شتون ولري، خو په افغانستان کې د نژدې ۳۵ میلیون وګړو لپاره یوازي ۳۰۰ امبولانسونه شت.
په افغانستان کې د لارو خرابوالی بله هغه ننګونه ده، چي د بېړنیو پېښو او یا بېړنیو روغتیا مرستو د غوښتني پر مهال سیمی ته د امبولانس رسېدلو کې ځنډ رامنځته کوي .
که څه هم بېړنیو حالاتو کې د لومړنیو مرستو رسولو لپاره د یوه جامع سیسټم جوړول مالي امکاناتو او وخت ته اړتیا لري ، خو د یوې ځانګړې ستراتیژۍ له لارې پورته ننګونو ته رسېدل کولای شي په ټول افغانستان کې د اورلګېدنې، ترافیکي پېښو او نورو ناورینونو په وخت کې د ژوند ژغورلو امکانات د پام وړ ښه کړي.