جاپان سمندر ته له راډیواکټیف د پاک شویو اوبو ور ګډول پیل کړل

د خپرېدو وخت

جاپان د فوکوشیما له اټومي بټۍ څخه راوتلې اوبه چې په راډیواکټیف ککړې شوې وې له پاکولو وروسته یې سمندر ته د ورګډولو بهیر پیل کړی دی.

جاپاني چارواکي ټینګار کوي، تر هغه دا اوبه سمندر ته نه ورکډوي چې شته راډیواکټیف په کې د معمولي اوبو څخه کم نه وي.

دوی وايي، سمندر ته د دې پاتې شونیو اوبو له ورکډولو مخکې هغه په سمه توګه پاکوي.

د جاپان هېواد چارواکي دا خبره هم کوي، چې د راډیو اکتیف دوه ډوله ایزوتوپ له دې اوبو څخه په اسانۍ سره نشي لیرې کیدای.

د فوکوشیما د اټومي بټۍ پاتې شوني یو میلیون ټن اوبه به، په راتلونکو ۳۰ کلونو کې لږې لږې سمندر ته ور ګډې شي.

د دې اوبو اته زره ټنه به یې یوازې په راتلونکو دوو اوونیو کې ارام سمندر ته ورګډې شي.

دا جنجالي اوبه د فوکوشیما د اټومي بټۍ هسته يي ریاکتور سړولو لپاره کارول شوې وې.

چین د دې چارې پر وړاندې اعتراض کې له چاپان څخه د سمندري خوړو واردول ځنډولي دي.

همدارنګه چین د توکیو دا ګام "ځان غوښتونکی اونامسؤلانه" بللی دی.

تر یوې میاشتې مخکې سویلي کوریا هم سمندر ته له راډیواکټیف څخه پاکو شویو اوبو ور ګډول ناسمه چاره بلله.

یاد هېواد وروسته له هغه له خنډکېدو څخه په شا شو، چې د راډیواکټیف تصفیه شویو اوبو پاکوالی تېره اوونۍ تائید شو.

سویلي کوریا له جاپان څخه وغوښتل، خپل دا پروګرام تشریح کړي چې راتلونکو څو لسیزو کې سمندر ته له راډیواکټیف څخه پاکې شوې اوبه ور ګډوي او د دې بهیربشپړ معلومات خپاره کړي.

بلخوا د سویلي کوریا پلازمېنه سیول کې څلور تنه قهرجن اعتراض کوونکي وروسته له هغه نیول شوي، چې د چاپان سفارت ته دننه کېدو هڅه کوله.

سمندر ته د یادو اوبو پر ورکډولو خپله چاپان کې دننه هم زیاتې نیوکې شوې دي.

د یاد هېواد د کب نیوونکو ټولنه اندېښنه لري، چې د راډیواکټیف تصفیه شوې دا اوبه کېدای شي کبانو ته زیان ورسوي.