د لوبو اونیزه خپرونه

د ویډیو تشریح، د لوبو اونیزه خپرونه
د لوبو اونیزه خپرونه
د خپرېدو وخت

د افغانستان کرېکټ بورډ وايي هغه لوبغاړي چې د هند په کرېکټ پرېمیرلیګ کې لوبېږي - له فارغېدو وروسته به مخامخ وېسټ انډيز ته ځي.

د بورډ مسؤلان وايي، د نړیوال جام له پیله دومره وړاندې یې د لوبډلې د سفر موخه ځايي شرایطو سره برابرېدل او هلته د روزنیز کمپ له لارې چمتووالی دی.

د لوبو په دې خپرونه کې د کرېکټ افغان شنونکی مشتاق رحیم شري‌لنکا ته د افغان الف لوبډلې د سفر پر مهال د افغان لوبډلې پر کمزوریو او مثبتو اړخونو غږېدلی. د افغان اتلانو فوټبال لېګ په تړاو هم مالومات درته لرو.