افغانستان کې پولیس د پلاستیکي وسلو د پلور مخنیوی کوي

د عکس سرچینه، AFP
د افغانستان کورنیو چارو وزارت ویلي؛ ددې وزارت د پرېکړې پر بنسټ پولیسو ته دنده ورکړل شوې چې د پلاستیکي وسلو او د ماشومانو د لوبې نورو وسایلو د پېر او پلور مخه ونیسي چې د ځورونې، اندېښنې او آن د خلکو د ټپي کېدو لامل کېږي.
د لوبو ددغه ډول وسایلو پېر او پلور د اختر په ورځو کې ډېرېږي.
ددې وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي، په ځینې وختونه د لوبو دغه وسایل کولی شي ځینو ته د امنیت د ګډولولو لپاره د ناوړه ګټه اخستنې فرصت برابر کړي.
دغه وزارت د افغانستان له خلکو او په ځانګړې توګه د کابل له اوسېدونکو غوښټی چې ددغه ډول وسایلو له کارولو ډډه وکړي او خپلو ماشومانو ته هم ددې کار اجازه ورنکړي.
د کورنیو چارو وزارت ویلي، له سرغړوونکو سره قانوني چلند کېږي، وسایل یې ضبط کېږي او سرغړوونکي کسان عدلي او قضایي ارګانونو ته ورپېژندل کېږي.
نژدې یو کال وړاندې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په دې هېواد کې د پلاستیکي وسلو او د لوبو د هغو وسایلو خرڅول یې منع کړل چې د زیان اړولو وړتیا ولري.
د تېر کال په کوچني اختر کې سیمه ییزو رسنیو راپور ورکړ چې ۱۱۶ ماشومان له دغه ډول سامانونو سره د لوبو پرمهال ټپيان شوي دي.
په جګړه ځپلي افغانستان کې له پلاستیکي وسلو سره لوبې د ماشومانو په زړه پورې لوبه ده.


















