"د افغان ښځینه موټر چلوونکو د لایسنس غوښتنه ډېره شوې"

- Author, زمزمه نیازۍ
- دنده, بي بي سي
- د خپرېدو وخت
- د لوستلو وخت: ۳ دقیقې
د افغانستان د ترافیکو ریاست وایي د تېر په پرتله د ښځینه وو موټر چلونکو د لایسنس غوښتنې څلویښت سلنه ډېرې شوې دي. په ورستیو کې د افغانو مېرمنو له خوا د موټر چلولو لېوالتیا په تړاو په ځينو سیمو کې د موټر چلولو د زده کړې مرکزونه هم جوړ شوي.
په شمالي ولایت بلخ کې د ښځينه وو لپاره د یوې مېرمنې له خوا د موټر چلولو د زده کړې کورس جوړ شوی چې لسګونه نجونې پکې زده کړې کوي.
افغانستان لا خو د ښځینه موټر چلونکو لپاره ډاډمن هیواد نه دی خو اوس ورته د ډیرو زړه شوی او د کابل په ګډون څو ښارونو کې یې لیدلی شو.
نژدې دوه میاشتې کیږي په شمالي ولایت بلخ کې د ښځینه وو لپاره د موټر چلولو د روزنې یو مرکز پرانستل شوی. دغه مرکز ته له ۳۰ ډېرې ښځې د زده کړې لپاره ورځي.
د موټر چلولو د زده کړو دغه ځای مېرمن لیلما جوړ کړی، وایي ښه پیل یې درلود د دې له تمې نه پورته مېرمنې کورس کې په زده کړو بوختې دي:
"ښه پایله مو واخیسته د نجونو او مېرمنو ګډون ډېر دی، د کورس له جوړولو کمه موده کیږي لس سلنه خلک به هم نه وي خبر زه فکر کوم که ټول خبر شي شمېر به ډېر شي".
د کورس یوه زده کونکې وایي" له کورنۍ په پټه دغلته راځي نوموړې وایي موټر چلول زده کړي کارونه به یې اسانه شي".

د عکس سرچینه، Getty
د کابل په ګډون په ټول افغانستان کې ښځې د ترانسپورت په ډېرو برخو کې ستونزې لري. په ټکسي کې یوازې تلل راتلل په ښاري موټرو کې د یوه کس پر ځای دوه کسو کرایه اخیستل هغه ستونزې دي چې ښځې هڅه کوي خپل شخصي موټر ولري.

د ښځینه ښوونځیو د پراختیا مشرې تورپیکۍ مومند راته وویل چې څنګه یې لس کاله وړاندې په کابل کې موټر چلول پیل کړل:
"له یوه ښوونځي به بل ښوونځي ته تللم دنده مې څارنه وه وخت به مې بې ځایه به لاره تېرېده، نو و مې غوښتل خپله موټر ولرم له مېړه نه مې موټر چلول زده کړل".
چارواکي وايي ورځ تر بلې د ښځینه وو موټر چلوونکو له خوا د لایسنس غوښتنه ډیریږي. د افغانستان د ترافیکو ریاست د نړیوال لایسنس امر ضیاء الدین وایي د تېر په پرتله دغې برخه کې غوښتنې ۴۰ سلنه پورته تللي:
"په ۱۳۹۴ کال کې د ښځینه وو ۷۴۷ لایسنسونه وېشل شوي چې دغه شمېره په کال ۱۳۹۳ کې ۴۴۰ ته رسېده چې ۴۰ سلنه ډېروالی ښيي".
د افغانستان د ترافیکو چارواکي وايي، د ښځینه وو برخه کې د ټکر پېښې خورا کمې دي. په افغان ټولنه کې لکه نورو برخو په څېر په دغې برخه کې هم ښځینه وو ته له کورنۍ تر ټولنې ستونزې ډېرې دي، خو د دوی په وینا د ډېرو خلکو چلند ورسره ښه دی.
نا امني او ټولنیزې ستونزې د دې لامل شوي چې په ډېرو ولایتونو کې ښځینه موټر چلونکې نشته د کابل ترڅنګ ، بلخ، هرات، ننګرهار، پنجشیر، پروان، جوزجان، دایکندي، بغلان او غزني هغه ولایتونه دي چې ښځینه وو ته د موټر چلولو اسانتیاوې شته خو ګرانه به وي چې ددې هیواد په ټولو ښارونو کې دې میرمنې د موټر چلونکي په څوکۍ ولیدلې شي لا ددغه ډار د له منځه وړلو لار نامالومه ده او د نارینه وو په پرتله د ښځینه وو برخه په نشت حسابېدای شي.



















