کابل کې د ملي امنیت یو افسر د ډزو پایله کې وژل شوی

د افغانستان د ملي امنیت اداره وايي یو افسر یې پلازمېنه کابل کې د ډزو پایله کې وژل شوی دی.
دغې ادارې د چارشنبې پر ورځ (سپتمبر نهمه) رسنیو ته په یوه لېږل شوي خبرپاڼه کې د دغه افسر قاتلان "بدماشان" بللي چې غوښتل یې د جهاد پخواني مشر احمد شاه مسعود د وژنې له کلیزې (ناوړه ګټه) پورته کړي او کابل کې "یوه ستره نښته" رامنځ ته کړي خو د امنیتي ځواکونو له ممانعت سره مخامخ شول.
د افغانستان د ملي امنیت ادارې په وینا په ډزو کې دوه ملکیان هم ټپیان شوي دي.
دغې ادارې دغه راز ویلي چې د کابل په لوېدیځ کې هم د دوی د ځواکونو او "د هغو کسانو تر منځ چې غوښتل یې عامه نظم ګډوډ" کړي نښته شوې چې پایله کې یې د امنیتي ځواکونو یو کس ټپي شوی دی.
احمد شاه مسعود ۱۴ کاله مخکې د دوو عربو چې ځانونه یې خبریالان معرفي کړي وو، په کامرې کې د ځای پر ځای شوي بم چاودنې پایله کې ووژل شو.
حکومتي چارواکي او د دغه پخواني جهادي مشر پلویان هر کال د نوموړي د وژل کېدو د کلیزې د لمانځلو په موخه په کابل او د افغانستان په نورو ښارونو کې د یاد مراسم سمبالوي.
خو یو شمېر افغانان د دوی په وینا "د مزاحمت، زور زیاتي او د ټولنې د امنیت خرابولو" له کبله د مسعود له پلویانو شکایت کوي.
سږ کال افغان حکومت او یو شمېر جهادي مشرانو هڅه کړې وه چې د احمد شاه مسعود د یاد مراسمو پر مهال د هوايي ډزو او د عامه نظم د ګډوډۍ مخه ونیسي.
د ورور او زوی په ګډون یې، د ښاغلي مسعود یو شمېر پلویانو د نوموړي د وژل کېدو د کلیزې په مناسبت وینه ورکړه.


















