مشرانو جرګې د ډېپلوماتیکو چارو د قانون طرحه تصویب کړه

د خپريدو وخت: 13:36 گرینویچ - 30 سپتمبر 2012 - 09 تله 1391
afghan-senate

د مشرانو جرګې په ننۍ غونډه کې د ډپلوماتیکو او او قونسلي چارو کارکوونکو د قانون د وړاندې شوې طرحې په اړه بحث وکړ

د افغانستان مشرانو جرګې د ډېپلوماتیکو او قونسلي چارو کارکوونکو د قانون طرحه تصویب کړه.

د جرګې غړو د رایو په اکثریت پرېکړه وکړه، چې د دوه ګونو تابعیت لرونکي کسان باید په قونسلي او ډېپلوماتیکو دندو و نه ګومارل شي.

د مشرانو جرګې په ننۍ غونډه کې د ډپلوماتیکو او او قونسلي چارو کارکوونکو د قانون د وړاندې شوې طرحې په اړه بحث وکړ.

لومړی د قانون مادې ولوستل شوې او بیا پرې د غونډې ګډونوالو خپلې نیوکې او وړاندیزونه څرګند کړل. د دغې جرګې د نړیوالو چارو کمیسون غړې نجیبې حسیني د قانون مادې ولوستې.

د نړیوالو چارو کمیسون د دوه ګونو تابعیت لرونکو ډېپلوماتانو او قونسلي کارکوونکو په اړه وړاندیز کړی و، چې دوی ته باید پنځه کاله وخت ورکړل شي. دغه ټکی د جرګې د ډېری غړو تر نیوکو لاندې راغی.

مشرانو جرګې د رایو په اکثریت په دې پرېکړه وکړه، چې د دوه ګوني تابعیت لرونکي کسان مشرانو جرګې ته د ډېپلوماتانو او قونسلي مامورینو په توګه د منلو وړ نه دي.

تر دې وړاندې ولسي جرګې هم په دې اړه ورته پرېکړه کړې وه. د دغه قانون طرحه په ټوله کې له یوې مخالفې رایې پرته د جرګې ټولو ګډونوالو ومنله.

دغه قانون درې فصله او اته مادې لري، چې د دواړه جرګو تر منلو وروسته به ولسمشر ته د توشېح لپاره استول کیږي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .