د لویې جرګې ۳۹ کمېټه لغوه شوه

د عکس سرچینه، Getty
د دودیزې لویې جرګې یوه سمبالوونکي بي بي سي ته وویل چې د یو لړ ټولنیزو ستونزو له کبله یې د جرګې ۳۹ کمېسیون لغوه کړی دی.
دغه کمېټه وروسته تر هغه لغوه شوه، چې د جرګې د یو شمېر ګډونوالو نومونه په همدې کمېټه کې راوختل.
دوی د جرګې له مشرتابه د ۳۹ نمبر کمېتې د لغوه کولو غوښتنه وکړه.
ګڼ افغانان د خپلو ګاډو د نمبر پلېټ او یا هم تیلې فون او نورو شمېرو کې ۳۹ نمبر ته په سمه سترګه نه ګوري.
دغه شمېره په لومړي ځل له هرات ولایت څخه د هغه ګاډي له نمبر پلېټ څخه د افغانستان نورو سیمو ته خپره شوه، چې د ۳۹ شمېره پکې وه.
د دودیزې لویې جرګې سرچینې چې د نامه له اخیستو یې ډډه وکړه وویل:''د ۳۹ نمبر کمېټې غړو د جرګې له ریاسته ددې جرګې د لغوه کولو غوښتنه وکړه، چې غوښتنه یې ومنل شوه.''
دغې جرګې ته له بهر نه او پخپله د افغانستان له ۳۴ ولايتونو نه کابو ۲۰۰۰ کسان ور بلل شوي چې تر څلورو ورځو به له امریکا سره د ستراتیژيک تړون او له وسله والو مخالفانو سره د سولې د څرنګوالي په اړه غږېږي.
سرچینې دا هم ویلي چې د جرګې له ۴۰ کمېټو ۳۹مه کمېټه لغوه او پر ځای یې ۴۱مه کمېټه جوړه شوه.


















