تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د افغان څارنوالانو ټولنې د یوه مخکیني څارنوال وژل کېدو له کبله اندېښنه څرګنده کړې
- Author, سمیع الله موسیزی
- دنده, بي بي سي،
- د خپرېدو وخت
د افغان څارنوالانو ټولنې د تېر حکومت د څارنوالانو د وژنو د پېښو په اړه اندېښنه ښودلې ده. دا اندېښنه وروسته له هغه ښودل شوې چې یو پخوانی څارنوال له خپلې خور سره یو ځای د کابل-ننګرهار پر لار وتښتول شو او بیا یې مړي وموندل شول.
د طالبانو حکومت که څه هم د مخکېني حکومت کارکوونکو ته د خوندیتابه ډاډ ورکوي او په همدې نامه یې ډېرو ته ځانګړي کارتونه هم ورکړي، خو له دې سره سره ګڼ حکومتي کارکوونکي او آن د هغوی د کورنیو غړي له وژونکو ګواښونو سره مخامخېږي.
د طالبانو حکومت د ځانګړي کمېسیون چارواکي وايي، پخوانیو حکومتي چارواکو ته د خوندیتوب کارتونو ویش دوام لري. د دې کارت موخه داده چې پخواني چارواکي د خوندیتوب احساس وکړي او څوک ورته مزاحمت ونکړي.
خو د طالبانو حکومت د دې چارواکي له څرګندونو او د بېرته را ستنیدو چارواکو د کمېسیون له غونډې سره هممهال له ننګرهاره د یوه پخواني څارنوال د وژنې خبر ورکړل شو.
په رسنیزو رپوټونو کې ویل شوي چې پخوانی څارنوال نقي محمد تقي په ټیلیفون جلال آباد ته غوښتل شوی وو ، دی له خپلې خور سره ننګرهار ته روان شوی، خو په لاره کې لادرکه شو او وروسته یې جسدونه چې د ربړولو نښې پرې لیدل کېدلې د ننګرهار بهسودو ولسوالۍ کې وموندل شول.
نوموړی د ختیځ زون څارنوالۍ او د لویې څارنوالۍ د جرمونو څېړنې څانګه کې کار کړی وو.
ښايي دې وژنه کې د طالبانو امنیتي ادارې هیڅ لاس و نه لري او ممکنه ده د پخوانیو مجرم پیژندل شویو کسانو له خوا شوي وي، خو دا وړ پېښې اندېښمنوونکې پایلې لرلی شي او د واکمنو په توګه طالبانو ته مسؤولیت راجع کېږي.
هڅه مو وکړه د دې پېښې په اړه د طالبانو نظر ولرو، خو هغوی په دې اړه له څه ویلو ډډه وکړه.
د مخکني حکومت د څارنوالانو ټولنې یوه غړي چې افغانستان کې دی او د خوندیتوب په پار یې پېزندګلوي نه یادوو، بي بی سي ته وویل، دا وړ پېښې د دوی د ټولنې د غړو لپاره ډېرې اندېښمنوونکي دي. دی وايي:
''طبیعي خبره ده چې کله ستا یو همکار وژل کېږي او بیا وژنه یوه پېښه یا د شخصي دښمني پایله بلل کېږي، نو د اندېښنې وړ خبره ده . هیڅوک او هیڅ مرجع نشته چې پوښتنه وکړي چې څارنوالان په کوم جرم له منځه وړل کېږي؟ رسنیو کې یوازې د څارنوالانو د وژنې موضوع د یوه خبر په بڼه یادیږي. رسنیو کې ویل کېږی چې د قاضیانو او څارنوالانو په ګډون د مخکیني حکومت لوړ پوړو چارواکو ته د خوندیتوب کارتونه ورکول کېږي، دا کارتونه هغو کسانو ته ورکول کېږي چې له دوی سره اړیکي او همکاري ولري. په تاسف سره باید ووایم چې هیڅ مرجعې د څارنوالانو ملاتړ نه دی کړی، دوی ته د خوندیتوب کارت نه دی ورکړل شوی. ''
دی وايي د څارنوالانو، قاضیانو او پخوانیو امنیتی منسوبینو په ګډون ټول زیانمنونکي خوندیتوب غواړي. که دا کارتونه خوندیتوب ورکولی شي، نو له توپیر پرته دې ټولو ته ورکړل شي.
دا ټولنه وايي د طالبانو په څه باندې دوه کلنۍ واکمنۍ کې ۳۷ پخواني څارنوالان وژل شوي دي.
دوه میاشتې وړاندې افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازې امنیت شورا ته یوه رپوټ کې ویلي وو چې د مخکنیو امنیتي منسوبینو، او څارنوالانو د مرموزو وژنو او ربړونې د پېښې شمېر ډېر ادېښمنوونکی دی.
یوناما په خپل رپوټ کې د غچ اخیستنې سلګونه پېښې مستندې کړې وې او ویلي وو چې شاوخوا شپږ سوه تنه ربړول شوی، په خپل سرنیول شوي او یا یې مړی او ژوندی ورک شوی دی. یوناما ویلي وو د پخوانیو دولتي کارکوونکو په حق په ټوله کې د بشري حقونو سرغړونې ۱۶۰۰ پېښې یې مستندې کړې دي.
خو طالبانو دا رپوټ رد کړی وو ، د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند که څه هم په تېر کې د ځینو ورته پېښو د رامنځته کېدو امکان نه وو رد کړی، خو ویلي یې وو د دوی د مشر په لارښوونه د طالبانو هیڅ غړی خپل سرو کارونو ته نه پرېښودل کېږي.
دغه راز د طالبانو حکومت کې له سیاسي څېرو سره د تماس کمېسیو ن د دارالانشاء مشر مولوي محمد ذاکر ویلي، د دوی د مشر د فرمان له مخې د مخکيني حکومت کارکوونکي خوندیتوب لري او د لا خوندیتوب لپاره دوی ته ځانګړي کارتونه ورکول کېږي. نوموړي ویلي، سلګونو کسانو ته دا کارتونه ویشل شوي دي.