تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
بریتانیا هره ورځ په هوټلونو کې د مېشت پناه غوښتونکو ۷ میلیونه پاونډه لګښت ورکوي
- Author, جوډیت برنس
- دنده, بي بي سي
- د خپرېدو وخت
د بریتانیا پارلمان کې د کورنیو چارو اړوندې کمېټې ته ویل شوي، حکومت هره ورځ د هغو هوټلونو نژدې ۷ میلیونه پاونډه لګښت ورکوي، چې پناه غوښتونکي پکې مېشت دي او دا لګښت په ډېرېدو دی.
دا لګښت تر هغه دوه میلیونه پاونډه ډېر دی، چې حکومت په فبرورۍ میاشت کې یاد کړی و او یو اعشاریه دوه میلیونه پاونډه هغه لګښت هم پکې شامل دی، چې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته له افغانستانه بریتانیا ته د رسېدلو کډوالو لپاره ورکول کېږي.
بل لور د وضعیت څارنې یوه سازمان مشر د کډوالو چارو یوه مرکز حالت 'ناوړه 'بللی. ډېویډ نېل وايي، د کینټ سیمې مرکز حالت تشریح لپاره الفاظ نه لري.
د پولو او کډوالۍ په نامه د کډوالو او پناه غوښتونکو وضعیت څارنې ادارې خپلواک مشر د دوشنبې پر ورځ مانسټون هوايي ډګر کې د دې مرکز له لیدو وروسته خبرداری ورکړی، چې دا ځای د نه خوندیتوب له اخري حده وار له مخه تېر شوی دی.
نوموړي د بریتانیا پارلمان غړو ته ویلي، د کورنیو چارو سکرتریت ته یې د دې مرکز د وضعیت حال لیکلی، چې همدا وزارت یې اداره کوي. دا مرکز په تېره جنورۍ کې د دې لپاره جوړ شو، چې پناه غوښتونکي یا کډوال به پکې توقیف مرکزونو یا مېشت ځایونو ته چې د اوس لپاره هوټلونه دي، له لېږدولو مخکې د ۲۴ ساعتونو لپاره ساتل کېږي.
''خطرناک وضعیت ''
دا ځای داسې طرح شوی، چې تر ۱۶۰۰ ډېر کسان باید پکې نه وي، خو ښاغلی نیل وايي، په هغه ورځ چې دی یې لیدو ته ورغلی و، ۲۸۰۰ کسان پکې وو. دی وايي: ''ما د افغانانو له یوې کورنۍ سره خبرې وکړې، چې له ۳۲ ورځو راهیسې په یوه موقته کېږدۍ کې اوسېدل، نو دا له ۳۲ ورځو راهیسې یوه خېمه وه... چې د مفروشاتو ټوټې او کمپلې یې پر غولي پرتې وې. ښاغلي نیل پارلماني کمېټې ته وویل: د مانسټون په هکله ډېر اندېښمن شوم... دا رښتیا خطرناک وضعیت دی. هلته د اور لګېدو، ګډوډۍ او طبي وضعیت په برخه کې ننګونې دي. ''
د کمېټې غړو وکیلانو د بریتانیا پاسپورټ، ویزې او کډوالۍ ادارې له مشرې ابي تېرنې وپوښتل چې ایا هغه لګښت به بیا زیات شي، چې د پناه غوښتونکو اوسېدو لپاره هوټلونو ته ورکول کېږي؟ د نوموړې ځواب ''هو '' و.
یادې کمېټې ته وویل شول، چې د کورنیو چارو وزارت د هغو کډوالو پناه غوښتنې یوازې څلور سلنه اسناد بشپړ کړي چې تېر کال د انګلش چېنل له سمندري لارې بریتانیا ته رسېدلي او له دې ډلې ۸۵ سلنه کسانو ته د کډوالۍ یا ورته حیثیت ورکړل شوی.
د کورنیو چارو وزارت چارواکو کمېټۍ ته ویل شوي چې د چېنل له لارې د راتلونکو کډوالو هویت کچه بدلېږي او اوسمهال د البانیا اوسېدونکو شمېر زیات شوی.
د بریتانیا کورنیو چارو وزیره سویلا براومن بیا وايي، د هویت او پولو قرارداد له مخې د هغو کډوالو لا زیات شمېر لپاره قانوني تعقیب غواړي چې له غیر قانوني لارې کینټ ته رسېږي. اغلې براومن دغه راز راونډا ته د پناه غوښتونکو استولو په ټپه ولاړ پلان غځولو لپاره هیله منه ده.