سره صليب له نړيوالې ټولنې افغانستان کې د ځنډول شويو پروژو د بيا پيلولو غوښتنه کړې

سور صلیب

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، سور صلیب له څو لسیزو راهیسې افغانستان کې فعالیت کوي
د خپرېدو وخت

د سره صلیب نړیوالې کمیټې (ای سي ار سي) پر نړیوالې ټولنې غږ کړی چې په اوږدمهال کې په افغانستان کې د بشري ناوړه وضعیت د له منځه وړلو لپاره دې ځنډول شوې پروژې بیا پيل کړي.

ياده نړیواله کمیټه چې له څو لسیزو راهیسې افغانستان کې د خیر ښیګڼې کارونه کوي وايي افغانستان کې بشري وضعیت ته په کتو اړتیا ده چې د دې ستونزې د حل لپاره پر اوږدمهالو لارو چارو غور وشي.

سره صلیب پر خپله ویبپاڼه یوه مطلب کې له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د یوې حل لارې په توګه دې ځنډول شوې اساسي پروژې له سره پيل کړي، دغه راز دې دولتونه او پرمختیايي بنسټونه د افغانستان لر او بر کې په مهمو بنسټيزو پروژو کې پانګونه وکړي.

سره صلیب پر نړیوالې ټولنې او پر هغو بنسټونو چې پرمختیايي کارونه کوي، غږ کړی چې افغانستان کې د بشري وضعیت د لانورې خرابۍ مخنیوي لپاره دې دې هېواد کې پانګونه له سره پیل کړي.

د نړیوالو بنسټونو د شمېرو له مخې افغانستان کې نژدې شل میلیونه کسان چې د ټول نفوس ۴۴ سلنه کېږي کافي خواړه نه لري او شاوخوا ۳۴ میلیونه چې د ټول نفوس ۷۹ سلنه کېږي بېوزله دي.

سره صلیب په دې مطلب کې د څو معلولو افغانانو او د هغوی د کورنیو د ورځني ژوند او د دوی د ستونزو انځور وړاندې کړی او زیاتوي بېکارۍ په افغانستان کې روان بشري ناورین لا ناوړه کړی چې په دې ډله کې معلولین تر ټولو ډېر بد حالت کې دي.

سور صلیب وايي په تېرو دوه کلونو کې افغانستان کې د بېکارۍ شمېر کې د پام وړ زیاتوالی راغلی، د طالبانو له بیا واکمنيدو وروسته اقتصادي بندیزونو او له افغانستانه د پرمختیايي مرستندویه بنسټونو وتلو په ځانګړې توګه د هغو کسانو لپاره کار موندل سخت کړي چې دایمي کار نه لري او ورځنۍ مزدوري کوي.

افغانستان

د عکس سرچینه، Getty Images

د سره صلیب نړیواله کمیټه دا غوښتنې داسې مهال کوي چې د ملګرو ملتونو اړوند د مرستو د همغږۍ ادرې په تازه رپوټ کې ویلي د نزدې ۲۹ میلیونو اړمنو له ډلې کولی شي یوازې شل میلیونه وګړو ته مرسته ورسوي. په دې ډله کې پنځه میلیونه ښځې، نژدې ۱۲ میلیونه ماشومان او یو اعشاریه اته میلیونه معلولیت لرونکي کسان دي.

د ملګرو ملتونو دا اداره وايي په راتلونکو شپږو میاشتو کې دې کسانو ته د مرستې لپاره دوه میلیارده او ۲۶۸ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري.

پر افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېد وروسته له نړیوالې ټولنې سره د دوی د حکومت ترینګلو اړیکو د مرستې او بیا رغاونې چارې چې تر ډېر پر نړیوالو مرستو تکیه دي، له خند او ځنډ سره مخامخ کړي.

له دې لوی بدلون وروسته او د نړیوالو حضور کمېدو سره افغانستان له لوی بشري ناورین او د بېکارۍ تر ټولو لوړې کچې سره مخامخ دی.

نړیواله ټولنه له طالبانو غواړي چې د دوحې تړون له مخې عمل وکړي ټولګډونی حکومت رامنځته او بشري حقونه په تېرو د ښځو د کار او د نجونو د زدکړې حق خوندي کړي. خو طالبان دا د افغانستان کورنۍ مسلې بولې او ټينګار کوي چې یاد تړون یې عملي کړی.