له افغانستان د امریکا وتل؛ د بهرنیو چارو وزارت د استازو جرګې دوو غړو ته د محرمو اسنادو د لیدلو اجازه ورکړې

د خپرېدو وخت

د امریکا بهرنيو چارو وزارت د استازو جرګې د بهرنيو اړيکو کمېټې يوازې دوو جګپوړو غړو ته اجازه ورکړې چې د ۲۰۲۱ کال د اګست مياشت کې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه محرم/پټ اسناد وګوري.

له افغانستانه د امريکايي ځواکونو د وتلو په اړه جمهوري غوښتونکو پلټنه پیل کړې او هڅه کوي چې د امریکا تر ولسمشريزو ټاکنو پورې دا د ښاغلي بايډن لپاره په يوه لوی سرخوږي بدل کړي.

د استازو خونې د بهرنيو اړيکو د کمېټې مشر مايکل مککال له اوږدې مودې غوښتل چې د کابل د سقوط په وروستيو اوونيو کې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو له ګډوډۍ ډکو وتلو په اړه اسناد وګوري او پلټنې وکړي خو د امریکا د بهرنيو چارو وزير انتوني بلېنکن له خوا يې دا غوښتنه رد شوې وه.

د روان کال په پيل کې د ښاغلي مککال له خولې راپور ورکړل شو چې ښاغلي بلېنکن ته يې ليکلي وو، "دا مهمه ده چې د بهرنيو چارو وزارت پخوانو پوښتنو ته بشپړ ځواب ورکړي او دا کمېټه به په دوامداره توګه ځنډ ونه زغمي."

د امریکا د بهرنيو چارو وزارت مرستیال وياند ويدانټ پټېل د چارشنبې په ورځې (۱۷ مې ) خبريالانو ته وويل، "د بهرنيو چارو وزارت به مککال او د کمېټې لوړپوړي جمهوري غوښتونکي غړي ګريګوري مکس ته اجازه ورکړي چې اسناد وګوري."

له سي اېن اېن تلويزيون سره په يوه مرکه کې ښاغلي مککال اسنادو ته لاسرسی "يو مهم ګام" بللی خو د بهرنيو چارو له وزارته يې غوښتي چې بشپړې کمېټې ته د اسنادو د لیدلو اجازه ورکړي. "

د بهرنيو چارو وزارت هم ښاغلي مککال ته په يوه ليک کې ويلي چې دا مواد به ژر چمتو کړي.

ښاغلي مککال له افغانستانه د امریکايي ځواکونو له ګډوډۍ ډکې وتنې په اړه پلټنې پیل کړې دي. جمهوري غوښتونکي او يو شمېر ډيموکراتان وايي د هغو عملياتو په اړه چې د کابل هوايي ډګر کې ۱۳ امریکايي پوځيان او لسګونه ملکي افغانان ووژل شول بشپړ راپور نه دي خپور شوی.

مايکل مککال تېر کال په يوه ۱۱۴ مخيز راپور کې له افغانستانه د وتلو پر مهال "بې شمېره نيمګړتياوې" په ګوته کړې وې.

په دغه راپور کې ايران ته د افغان پوځ د پخوانيو زرګونو روزل شويو سرتېرو د تېښتې په اړه هم اندېښنه ښودل شوې وه.

په راپور کې راغلي وو چې که د امریکا د بهرنيو چارو وزارت او د امريګا ملي امنيت شورا له افغانستانه د وتلو پايلو ته چمتووالی نيولی وی نو د وتنې پر مهال به د "وژونکې ګډوډۍ مخه نيول شوې وی."

راپور زیاتوي چې له افغانستانه د امریکا د بيړې وتلو پایله دا وه چې ۱۳ امریکايي پوځیانو خپل ژوند له لاسه ورکړي او د دغه هېواد ۸۰۰ نور پوځیان یوازې د دښمن د ليکو ترشا پرېښودل شي.