ډونلډ ټرمپ له افغانستانه د امریکا په وتلو بیا نیوکه کړې

د خپرېدو وخت

د امریکا مخکېني ولسمشر ډونلډ ټرمپ یو ځل بیا له افغانستانه د امریکايي ځواکونو په وتلو نیوکه کړې او ویلي دي چې طالبان اوس د امریکايي ځواکونو پر مختللي تجهیزات او وسلې لري، چې د شپې دوربینونه هم پکې شامل دي.

نوموړي وايي، دې دوربینونو طالبانو ته دا وړتیا ورکړې چې د شپې لخوا هم جګړه وکړي.

ښاغلي ټرمپ دا څرګندونې د امریکا د ۲۰۲۴ کال ولسمشریزو ټاکنو ته د کمپاین چمتووالي پرمهال کړي.

ډونلډ ټرمپ شاوخوا دوه میاشتې وړاندې یادو ټاکنو ته ځان نوماند کړ.

ده د شنبې به ورځ وینا کې وویل :"طالبان ښه جنګیالي دي، خو هېڅ کله یې د شپې لخوا د جګړې توان نه درلود، ځکه چې دوی دا دوربینونه نه لرل. خو موږ ورته په زرګونه نوي موډل ولا ورکړل چې له غوره دي او نوي موډلونه دي."

د امریکا د دفاع وزارت د ارزونې له مخې د مخکېني افغان حکومت د امنیتي ځواکونو هغه وسلې د طالبانو لاس ته لوېدلې دي چې شاوخوا اته میلیارده ډالره ارزښت لري.

همدارنګه ښاغلي ټرمپ په خپلو خبرو کې یادونه وکړه چې کله افغانانو په ۱۹۸۰ لسیزه کې له شوروي سره جګړه کوله، امریکا وسلې ورکړې.

د امریکا مخکېني ولسمشر ادعا وکړه چې اوریدلي یې دي "روسیې طالبانو ته وسلې ورکړې" خو ټینګار یې وکړ چې یوازې اورېدلي دي او په ډاګه یې کړه چې دا ډول معلومات یې د میز سر ته ورسیدلي نه دي.

ښاغلي ټرمپ په افغانستان کې د روسیې تګلارې ته له تاریخي پرتلې اشاره وکړه او ویې ویل: "روسیه د شوروي اتحاد په نوم یو څه بلل کېده."

نوموړی زیاتوي چې د افغانستان له کبله یې ماتې وخوړه او روسیه رامنځ ته شوه.

نوموړي وايي "وروستی کار چې روسیه غواړي، هغه په افغانستان کې له حده زیات ښکېلیدل دي، یو ځل یې داسې وکړل خو څه پایله یې نه درلوده."