تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د افغان نجونو ښوونځیو په بندېدو د امریکا د ولسمشر مرستیالې اندېښنه
افغانستان کې سږ کال له نجونو زدکونکو پرته نوی ښوونیز کال پیل شوی چې دغې چارې د افغانانو سربېره د نړۍ د ځينو مشرانو اندېښنې هم پارولې دي.
په دې لړ کې تازه د امریکا د ولسمشر مرستیالې کاملا هارېس، د افغان ښځو د حقونو برخه کې د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري او د افغانستان لپاره دامریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د اندېښنو په ډول لیکنې کړې دي.
د امریکا مرستیالې ولسمشرې کاملا هارېس نن 'مارچ ۲۴' پخپله ټوېټر پاڼه لیکلي " زه افغانستان کې د نجونو پر منځنیو ښوونځیو د یو کلن بندیز او په پوهنتونونو کې د افغان ښځو د تحصیل پر بندیز ژوره خواشینې یم".
د خواشینۍ له دې څرګندونو سره نوموړې وړاندې لیکلي "مونږ به په نړۍ کې د نجونو او ښځو حقونو لپاره هېڅکله خپلې هڅې ونه دروو."
د امریکا دغې لوړپوړې چارواکې تر څنګ د افغان ښځو حقونو لپاره د دغه هېواد ځانګړې استازې رینا امیري هم پخپله ټوېټر پاڼه د افغان نجونو د هېلو یوه ویډیو خپره کړې او ورسره یې لیکلي " نن یو کال کېږي چې افغان نجونې په ژړا له ثانوي ښوونځیو وشړل شوې او ارمانونه یې مات شول. د طالبانو د ګڼو ژمنو سربېره، د دغو ښوونځيو دروازې لا هم تړلې دي."
اغلې امیري وړاندې یوه ویډیو له پښتو، دري او انګلیسي متنونو سره خپره کړې چې پکې د افغان نجونو غوښتنې او اندېښنې یادې شوې.
نوموړې په یوه بل ټوېټ کې د طالبانو د دغه اقدام پر وړاندې د ۱۷ سترو اسلامي هېوادونو او نورې نړۍ غږ د بدرګې وړ بللی چې په وینا یې پر ښځو او نجونو یې د سختو بندیزونو د لرې کېدو غوښتنه کړې.
په ورته مهال د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په خپله ټوېټر پاڼه له یوې افغان زدکونکې سره یو ځای خپل پخوانی انځور خپور کړی.
هغه له دې انځور سره لیکلي " طالبان باید په نږدې راتلونکي کې د ښځو او نجونو لپاره د روزنېزو ادارو د بیا پرانېستلو لپاره یوه موثقه نېټه وټاکي."
ښاغلي خلیلزاد ویلي "طالبان باید له افغان ښځو او نجونو سره د دوی چلند او د خپل هېواد په تړاو د دوی د تګلارې پر اغېزو غور وکړي. ښځو او نجونو ته په ثانوي زده کړو او پوهنتونونو کې زده کړو ته د لاسرسي اجازه نه ورکول نه یوازې ظالمانه عمل دی، بلکې د دوی هغه حقونه چې د اسلام د اصولو سره سم دي هم تر پښو لاندې کوي."
د طالبانو په حکومت نجونو ته د زدکړو پر دوام غږ داسې مهال کیږي چې حکومت یې له تمو او هیلو خلاف په نوي ښوونیز کال کې هم له شپږم ټولګي پورته نجونو ته د زدکړو د دوام اجازه نه ده ورکړې.
طالبانو بیا بیا ژمنه کړې چې د نجونو زدکړو ته پر شرایطو کار کوي، خو ډېرو سره اندېښنه دا ده چې دې چارې خورا ډېر وخت ونېو او لا هم جوته نده چې د طالبانو لخوا د 'امرثاني' په بڼه د زدکړو بند بهیر به کله پیلیږي.