تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د طالبانو دفاع وزیر خپلو پوځیانو ته: 'زموږ کړې ژمنې پوره کړئ'
د طالبانو د حکومت چارسمبالي دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد خپلو سلګونو تازه فارغو شویو "کومانډو پوځیانو" ته په وینا کې له هغوی غوښتنه وکړه چې "نړۍ او ولس ته" د دوی ورکړې ژمنې پلې کړي.
د طالبانو دفاع وزارت په خپله ټویټر پاڼه د ځانګړو ځواکونو یا کومانډو د فراغت مراسمو ځینې برخې خپرې کړې چې د طالبانو د دفاع چارسمبالی وزیر هم ورغلی و.
ښاغلی مجاهد وايي "که زه وعده ورکوم، که یې بل مسوول ورکوي، که یې امیرالمومنین (د طالبانو مشر) کوي؛ که دا وعده ولس ته وي، که حکومت ته دا وعده ورکوي او که یې ټولې دونیا ته اعلانوي، دا ستاسو پر مټ یې ورکوي. تاسې باید زموږ مټ قوي کړئ، او هغه وعدې چې موږ یې کوو، هغه په تحقق ورسوئ او پوره یې کړئ."
که څه هم ښاغلی مجاهد په ښکاره د دغو ژمنو په اړه څه نه وايي، خو د دوحې په تړون کې یې د طالبانو مرکچیانو نړیوالې ټولنې ته ژمنه ورکړې وه چې په افغانستان کې به اورپکو ته ځای نه ورکوي.
په دا وروستیو کې د امریکا او پاکستان په ګډون ګڼو هېوادونو په افغانستان کې د داعش، د پاکستاني طالبانو د تحریک او ځینو نورو وسله والو ډلو په اړه اندېښنې په ډاګه کړې دي. خو طالبان تل دغه ډول اندېښنې بې ځایه بولي.
مولوي محمد یعقوب مجاهد د خپل حکومت پر پایښت ټینګار کوي خو اندېښنه هم لري چې که یې دا نظام له لاسه ووت د ده په ټکو "د محشر په ورځ به یې ولس او هغه خلک چې د دوی د نظام راتګ لپاره یې قربانۍ ورکړې" له دوی پوښتنه کوي.
نوموړي د نوي فارغ شوي ځواک له سرتېرو د سر په بیه د نظام د ساتنې غوښتنه وکړه.
ښاغلی مجاهد زیاتوي: "لکه چې تاسو خپل سرونه په ورغویو کې نیولې، هم به په سرحداتو او هم په هېواد کې دننه د خپل وطن او نظام ساتنې لپاره شپه او ورځ په ځان یوه کوئ، د هېچا پر تبلیغاتو به نه تېروځو او خپل هدف ته به متوجه وو."
د طالبانو د دفاع وزارت د مالومات له مخې، د ځانګړو ځواکونو قوماندانۍ له لومړۍ دورې څخه ۴۸۵ کسان فارغ شوي دي.
د ځانګړو ځواکونو قوماندانۍ مشري هم د طالبانو یو قوماندان ملا حیات الله نصرت کوي.
د طالبانو دفاع سرپرست وزير د ځانګړو ځواکونو له هغو استادانو هم مننه وکړه چې دغه سرتېرو ته یې روزنه ورکړې.
خو مالومه نه ده چې دا روزنه د مسلکي پوځي افسرانو لخوا ورکړل شوې او که د طالبانو د جنګي لیکو د پخوانیو قوماندانانو لخوا روزل شوي.
دفاع وزارت یې وایي، دغو ځواکونو ته درې میاشتني عقیدوي، نظامي او مسلکي زده کړې ورکړل شوې.
په نړیواله کچه د ځانګړو ځواکونو د روزنې لپاره کم وخت له شپږو میاشتو تر یو کال پورې دی چې دا ځواکونه په ټوله مانا ځانګړي و اوسي او مسلکي زده کړې یې بشپړې کړې وي.
پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنۍ راهیسې، د طالبانو حکومت په چټکۍ د پخواني افغان پوځ له امکاناتو په ګټې د نوي پوځ جوړونې چارې روانې ساتلې او د طالبانو د دفاع وزارت په وینا اوس یې د پوځ شمېر نږدې ۱۵۰ زره تنو ته رسولی دی.