د بشري حقونو د څار ډله: د ښځو حقونه باید د بشري حقونو په توګه خوندي شي

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۱ دقیقې

د بشري حقونو څار نړیوال سازمان د ښځو پیوستون نړیوالې ورځې په مناسبت په نړۍ کې د ښځو حقونه او ستونزې په اړه د خپل رپوټ یوه لنډیز خپور کړی.

خو ددې راپور په سر کې افغانستان او افغان مېرمنې یادې شوې، چې دا مهال د دوی په وینا له څومره کړاوو سره ژوند تېروي.

دغه بشرپالی نړیوال سازمان لیکلي نړۍ داسې مهال د ښځو نړیواله ورځ او د هغوی لاسته راوړنې نمانځي چې ځینې هېوادونه په چټکې په دې برخه کې شاتګ کوي.

د رپوټ په ټکو په افغانستان کې طالب واکمنو چارواکو له ښځو او نجونو د هغوی ټول حقونه اخیستي او په وینا یې افغان ښځې ان د ازاد تګ راتګ اجازه هم نه لري.

رپوټ کاږي چې د طالبانو حکومت له بیا بیا ژمنو سره سره په خپل دریځ ولاړ دی او ورځ تر بلې پکې سختوالی هم راولي.

طالبانو د بشري حقونو څار سازمان او په ټوله کې د ښځو نړیوالې ورځې په اړه په دوی کېدونکو نیوکو او غوښتنو ته لا رسمي دریځ نه دی په ډاګه کړی.

خو ددې ډلې د امربالمعروف، نهي عن المنکر او شکايتونو اورېدلو وزارت ویاند په خپله ټوېټر پاڼه د یوې افغانې نجلۍ ویډیو خپره کړې چې ظاهرا د ښځو د پیوستون له نړیوالې ورځې او د دوی په ټکو د نړیوالو لخوا د ښځو لپاره د ټاکل شویو حقونو سره مخالفت ښيي.

د بشري حقونو څار نړیوال سازمان دارنګه د چین، ایران، سعودي عرب او یو شمېر نورو هېوادونو یادونه هم کړې چې د ښځو حقونه پکې تر پښو لاندې کېږي.

یاد نړیوال سازمان د خپل رپوټ په پای کې د نړۍ په لر او بر کې په ښځو او د ښځو حقونو په ملاتړ غږ کړی چې سره یو شي او په ګډه په یادو هېوادونو کې د ښځو حقونو د خوندیتابه لپاره کار وکړي.