د اسلام له نظره د ښځو حقونه: تاریخي بېلګې او اوسني واقعیتونه

    • Author, سمیع الله موسی‌زی
    • دنده, بي بي سي، لندن
  • د خپرېدو وخت

د اسلامي علومو پوهان وايي د ښځو په اړه د اسلام دریځ روښانه او په لوړ مقام ورته قایل دی.

د دوی له نظره د اسلامي تاریخ په اوږدو کې ګڼې بېلګې شته د دې وینا ښه ثبوت دی.

د اسلامي تاریخ پوهان وايي د اسلام تاریخ په بیلابیلو پړاوونو کې ښځو په کلتوري، ادبي، پوهنیز ، اقتصادي، ټولنیز او سیاسي ډګرونو کې جوت رول لوبولی.

دیني عالمان د اسلام په لومړیو کې د اسلام د پيغمبر حضرت محمد ص د میرمنو خدیجه بنت خویلد او عایشې یادونه کوي.

خدیجه سوداګره او عایشې د اسلامي احکامو او احادیثو په رسونه کې مهم رول درلود.

دغه راز اسلامي روایات ښيي چې خولة بنت ثعلبة د اسلام له ستر پیغمبر علیه السلام سره له خپل مېړه د جلا والي پر موضوع استدلال وکړ، د اسلام پیغمبر خبرو دا قانع نه کړه، او الله ج ته د خپل شکایت رسولو په موخه کعبې شریفي ته ولاړه.

وروسته د همدې مېرمنې شکایت ته په اشارې آیتونه نازل شول او دې سورت ته د مجادلې نوم ورکړل شو چې معنی یې ده د دوه تنو ترمنځ دعوی.

یو شمېر دیني عالمان او دیني عالمانې دا د اسلام په لومړیو کې د هغې ازادۍ یوه بېلګه بولي چې ښځو د غږ پورته کولو او خپل حق غوښتنې برخه کې لرله.

د بي بي سي خبریال سمیع الله موسي زي د اسلامي علومو له متخصصې او مبلغې ډاکټرې نیفین مختار نه پوښتلي چې د دې پېښې او د الله ج له لوري د آیتونو نازلېدل څه پیغام رسوي آیا هدف دادی چې ښځه د اسلام په رڼا کې له هر واکداره د خپل حق غوښتنه کولی شي؟

ډاکټره مختار په دې اړه وایي: " هو همداسې ده ، د دې پېښې پیغام دادی چې ښځه د خپل نظر څرګندولو حق لري، ا و بله دا چې الله ج موږ ته وايي چې کله د ښځې او خاوند ترمنځ اختلاف رامنځته کېږي نو د خاوند او میرمنې له کورنیو دې منځګړي را وغوښتل شي چې ستونزې هوارې شي.

د راشده خلیفګانو او وروسته د عباسیانو او امویانو او بالاخره د عثمانیانو په دورو کې، ښځو د سیاست په ګډون بیلابیلو برخو کې د پام وړ ونډه لرله.

دې لړ کې د عباسیانو دورې د سلګونو نومیالیو میرمنو په ډله کې د شهده بنت احمد چې فخر النساء لقب ورکړل شوی وو نوم ډېر یادیږي.

هغه د وخت مشهوره محدثه، کاتبه او خطاطه وه او د وخت مروج علوم یې زدکړې وو.

وروسته یې د زدکړې لوی مرکز جوړ کړ چې سلګونه زدکوونکو په کې وړیا زدکړه کوله.

د خلیفه هارون الرشید مور خیزران په دې پړاو کې د یوې داسې پیاوړې میرمنې په توګه یادیږي چې د دولت په چارو کې یې لویه ونډه لرله.

له عباسیانو وړاندې د امویانو په دوره کې أم البنین د یوې پوهې، مبلیغې او پراخ لید لرونکې میرمنې په توګه یادیږي.

أم البنین خپل مېړه خلیفه عبد الملک بن مروان ته د دولت په چارو کې مشوره ورکوله.

اندلس کې د الحکم بن عبد الرحمن د واکمنۍ پرمهال مېرمن "لُبنی" د خلیفه د دیوان مشره وه چې والیانو ته یې د رسمي مکتوبونو استول اصلي دنده وه.

د اسلام په تاریخ کې د ښځو د رول بېلګو ته په کتو په الازهر پوهنتون کې د بهرنیو محصلینو لپاره د اسلامي علومو د پوهنځۍ مشر ډاکټر عبد المنعم فؤاد وايي اسلام تر بل هر دین ښځې ته په لوړ مقام قایل دی.

دی وايي د اسلامي شریعت د احکامو په رڼا کې اسلام د ښځې او نر ترمنځ د مساوات حکم کوي.

ډاکټر فؤاد د بي بي سي دې پوښتنه چې چې ولې د ښځو د حقونو په برخه کې د ځینو اسلامي ټولنو اوسنی وضعیت او واقعیتونه له هغه څه سره توپیر لري چې د اسلامي تاریخ بیلابیلو پړاوو کې لیدل شوي او یا یې اوس په ځینو نورو ټولنو او هېوادونو کې ښځې ورسره مخ دي او په دې برخه کې ستونزې په څه کې دي؟ دغه دیني عالم په دې ټينګار سره چې نه غواړې په دې برخه کې ځانګړې هېواد یا ټولنې ته اشاره وکړي وویل:

" ناسم تعبیر ستونزه ده، اسلام کې حقونه ثابت دي باید سم تعبیر یې وشي. د بېلګې په توګه د ښځې او سړي ترمنځ ډیالوګ د الله رسول ص او یوې مېرمنې ترمنځ شوی لکه مخکې چې وویل شول مېرمنې له نبي کریم ص سره استدلال وکړ او د ټولو پر وړاندې یې د هغې استدلال ومانه. وروسته آیاتونه نازل شول ، نو ډیالوګ ثابت شوی چې پر علمي اصولو او اخلاقي ارزښتونو ولاړ وي او اسلام د ښځې پرمخ دا دروازه نه تړي."

له اسلامي متونو د تعبیر او تفسیر مسئلې ته په اشارې بریتانیا کې د اسلامي میراثونو د الفرقان بنسټ مؤسس شیخ احمد زکي یماني د اسلام له نظره د ښځو په اړه په خپله تحقیقي علمي مقاله کې ویلي: " اسلامي فقه کې دوې ډلې دي، یوه یې د اسلامي متونو پر حرفي معنی تمرکز کوي او اصلي علت او مقصد ته ارزښت نه ورکوي، بله ډله د اسلامي متونو اصلي مقصد او علت ته پام کوي، د دوی له نظره د متونو ظاهري معنی د دې علت او مقصد موجودیت او یا نه موجودیت سره تړاو لري."

شیخ یماني چې د اسلام له نظره د ښځو په اړه یې څو کتابونه لیکلي دویم خلیفه عمر بن الخطاب د دې ډلې له مخکښانو بولي.

هغه د پور/قرض په اړه د ښځې د شاهدي مسئله چې د دوو ښځو شاهدي له یوه نارینه سره برابره ګڼل شوې، د بېلګې په توګه یادوي او وايي که عمر بن الخطاب ژوندی وی او لیدلي یې وای چې ښځې په اقتصاد ، حقوقو ، اداره او نورو برخو کې لوړې زدکړې لري او د لویو شرکتونو مشري کوي، نو ایا ده به د یوه نالوستي او نیمه لوستي نارینه شاهدي د دوه په لوړو زدکړو سمبال میرمنو له شاهدۍ سره برابره ګڼلې وی؟