د کډوالو نړیواله ورځ؛ د افغان کډوالو شمېر ۷ میلیونو ته رسېدلی

د خپرېدو وخت

له افغانستان څخه د ډله ییزې کډوالۍ بهیر په دغه هېواد کې د شوروي اتحاد له یرغل وروسته پیل شو، ورپسې یې په بېلابېلو دورو کې دوام وکړ، د تېر جمهوریت پر مهال یو ګڼ شمېر افغانانو بېرته هېواد ته د تګ زړه ښه کړ خو د جمهوریت له سقوط وروسته یو ځل بیا ګڼې کورنۍ په ځانګړي ډول لوستي او با تجربه کسان له هېواده ووتل. خو دا ځل یې ډېر لوېدیځ هېوادونو او امریکا ته پناه وړي.

له افغانستان سربېره په ګڼو نورو هېوادونو کې بدلېدونکي وضعیت د کډوالو شمېرې خورا ډېرې کړي او د ملګرو ملتونو د تازه شمېرو له مخې په ۲۰۲۲م کال کې په ټوله نړۍ کې د کډوالو شمېر ۲۸۱ میلیونه خلکو ته رسېږي.

په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویلي چې له تېرو څلورو لسیزو راهیسې پرلپسې جګړو او ګڼو ناخوالو له کبله کله هم هېواد ته د کډوالو د "باعزته او خپله خوښه راستنېدو بنسټیزه حل لاره نده موندل شوې" او په وینا یې د دوی حکومت هم په دې برخه کې له ګڼو ننګونو سره مخ دی.

د طالبانو د کډوالو چارو وزیر خلیل الرحمان حقاني په کابل کې په دې مناسبت جوړه شوې غونډه کې ادعا وکړه چې د طالبانو له راتګ سره هېواد ته د کډوالو د راستنېدنې لړۍ چټکه شوې خو په وینا یې د اوه میلیونه بهر مېشتو کډوالو مېشت کېدو وخت او امکانات غواړي.

ملګرو ملتونو په دې اړه په یوه تازه راپور کې ویلي، د روان میلادي کال له پیل راهیسې نژدې ۷۲۸ زره افغان کډوال له ایران او پاکستان بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

یو اېن اېف پي اې پرخپله ټوېټر پاڼه لیکلي چې له جنورۍ تر تېر اکتوبر میاشتې له ایرانه تر ۶۶۱ زره ډېر افغان کډوال بېرته افغانستان ته ګرځېدلي دي. خو روښانه نه ده چې دغه کسان په خپله خوښه ستانه شوي او که په زور ګرځول شوي دي.

همدا راز یې په دغو نهو میاشتو کې له پاکستان افغانستان ته د ستنو شویو کډوالو شمېر ۶۶ زره او درې سوه ښودلی دی.

د افغانستان سره پر پوله دې دوه هېوادونو کې د افغان کډوالو شمېر نژدې شپږو ميلیونو ته رسېږي. او په دې دواړو هېوادونو تور دی چې له کډوالو سیاسي استفاده کوي.

د بښنې نړيوال سازمان په یوه تازه راپور کې چې پرون خپور شو ویلي چې په پاکستان کې افغان کډوال له توپيري چلن سره مخ دي.

د بښنې نړیوال سازمان مشرې ډاکټرې انګېس کالا مارډ په يوه پرانستي لیک کې ویلي چې په پاکستان کې افغان کډوال د توپیري چلن او بیان ازادۍ برخه کې د ستونزو ترڅنګ نه شي کولی چې خپلې ویزې تمدید کړي او نورې جدي ستونزې هم لري.

نوموړې د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف ته ویلي چې د ویزو د تمدید برخه کې اداري خنډونه دغه هېواد کې افغان کډوالو د پولیس له خوا د نیولو له خطر سره مخامخ کوي.

په دې لیک کې راغلي چې د ویزو د تمدید لپاره د یوه ځانګړي بهیر نشتوالي له امله پاکستان کې افغان کډوال له ډېر جدي ستونزو سره لاس او ګریوان دي.

په دې اړه په افغانستان کې پر واکمنو چارواکو هم نیوکې دي چې د کډوالو پر بد وضعیت او زورونې یې سترګې پټې کړي خو طالب چارواکو ویلي چې دوی د ستونزو بنسټيز حل ته ستراتژیک پلانونه لري.

د طالبانو د کډوالو چارو وزارت د یکشنبې په ورځ په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي چې په کوربه هېوادونو کې د کډوالو وضیعت ته لاسرسی، د دوی پخپله خوښه او منظمې راستنېدنې بهیر پیاوړتیا ، د راستنېدونکو او بېځایه شوو د بیا (ځای پرځای) کولو د بهیر اسانتیا او د کورنیو بېځایه شوو وضیعت ته رسیدا یې په مهمو لومړیتوبو کې دي.

طالبان داسې مهال هېواد ته د ورګرځیدونکو کډوالو شمېرې او د نورو پاتې هغو لپاره کړنلاره اعلانوي چې په واکمنۍ یې د ناعادلانه چلند، بې کارۍ، بې وزلۍ او سختو محدودیتونو نیوکې دي او له دې کبله هره ورځ ګڼ افغانان هڅه کوي خپل هېواد پرېږدي.