تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ملګرو ملتونو کې د طالبانو حکومت د غړيتوب پرېکړه بيا وځنډېده
رویټرز خبري اژانس رپوټ ورکړی چې د ملګرو ملتونو د غړیتوب د اړونده چارو کمیټې نیویارک کې په وروستۍ غونډه کې یو ځل بیا دغه سازمان کې د طالبانو د حکومت د استازي د منلو په اړه پرېکړه ځنډولې ده.
یادې کمیټې ویلي راتلونکې سپټمبر میاشت کې به په دې اړه بیا غور کېږي.
دا دویم ځل دی چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته دا کمېټه غونډه کوي او د طالبانو د استازي له منلو انکار کوي.
په دې ډله کې د میانمار او لیبیا د استازو په اړه ورته پرېکړه شوې ده. میانمار کې پوځیانو پر حکومت کودتا پایله کې واک تر لاسه کړ. او په لیبیا کې لا هم داسې حکومت نشته چې د ټول هېواد مناسب استازیتوب وکړي.
ټاکل شوې سبا د جمعې پر ورځ د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ کې چې د ۱۹۳ هېوادونو استازي په کې برخه لرې د یادې کمېټې دا پرېکړه تایید کړي. د اعتبار ورکولو دا کمېټه د چین، روسیې او امریکا په ګډون نهه غړي لري.
دپلوماتیکو سرچینو رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې د دې پرېکړې له مخې به د یادو هېوادونو مخکني استازي په خپل ځای پاتې شي.
نصیر احمد فایق اوس په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازی دی، نوموړی د تېر حکومت پرمهال د افغانستان استازولۍ کې مرستیال و. د مخکني استازي له استعفا وروسته نوموړی په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازولۍ د چارسمبالي په توګه چارې پر مخ وړي.
د طالبانو له واکمنۍ له یوه کاله زیاته موده تېره شوه خو هېڅ هېواد یې حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی او نه د ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو سازمانونو د دوی د حکومت استازي منلي دي.
نړیواله ټولنه له طالبانو غواړي چې ټول ګډونی حکومت رامنځته کړي، ظاهرا د رسمیت نه منلو یو دلیل د ټول ګډوني حکومت نه رامنځته کېدل دي.
خو طالبانو د دوی د استازو نه منل او په رسمیت نه پېژندل ناسمه پرېکړه بولي. دوی وايي حکومت کې ټول ګډونی دی او د رسمیت پېژندلو شرایط یې پوره کړي دي.