د طالبانو واکمنۍ یو کال؛ له پاکستان سره د طالبانو د حکومت اړیکې

د خپرېدو وخت

د تېر ۲۰۲۱ کال په اګست کې طالبانو د کابل کنټرول تر لاسه کړ، د نړۍ د نورو هېوادونو په شان پاکستان هم لا تر اوسه د طالبانو حکومت په رسميت نه دې پېژندلی. د اشرف غني له حکومت سره د پاکستان اړیکې ښې نه وې، خو په تېر يو کال کې د پاکستان او طالبانو تر منځ اړيکې هم د منفي او مثبت بدلونو سره مخامخ شوي. په پېښور کې زموږ همکار رحمان الله په خپل راپور کې په کابل کې د طالبانو د حکومت د يو کال په پوره کېدو د پاکستان او طالبانو تر من‍ځ اړيکو ته کتنه کړې.