تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د جرمني دوو لویو ګوندونو له افغانستانه هره مياشت د زرو کډوالو ایستلو هوکړه کړې
د جرمني حکومت دوه لوی ګوندونه (زرغون ګوند او سوسیال دیموکراتیک ګوند) د هغه پروګرام پر عملې کولو هوکړه شوي چې له مخې یې هره میاشت ۱۰۰۰ کسان له افغانستانه وباسي.
په دغه پلان کې هغه کسان شامل دي چې افغانستان کې یې ژوند خطر سره مخ دی او یا د خپلو فعالیتونو له امله ګواښل شوي دي.
دا پلان د جرمني ایتلافي حکومت د یادو دوو ګوندونو تر منځ د هوکړې یوه برخه ده چې له مخې یې د هغو کسانو د غوښتنلیکونو د منلو لپاره لارې چارې برابروي چې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته یې ژوند تر ګواښ لاندې دی.
د زرغون ګوند د بهرنیو چارو وزیرې انالینا بربوک او د جرمني د واکمن سوسیال دیموکراتیک ګوند د کورنیو چارو وزیرې نانسي فیزر ویلي چې د دغه پروګرام موخه دا ده چې د طالبانو له لوري ځورول شویو کسانو ته "پناه ځای" ورکړي او د خوندي او پر ځان بسیا ژوند فرصتونه ورته برابر کړي.
جرمني د ۲۰۲۱ کال اګسټ میاشت راهیسې څه باندې ۲۶ زره افغان کډوال منلي دي، په دغو کسانو کې ډېر یې افغانستان کې د جرمني حکومت اړوندو ادارو او یا د دغه هېواد ځواکونو سره کار کړی.
جرمني ته کډوال شوي افغانان ډېر یې د دغه هېواد او طالبانو تر منځ د هوکړې له مخې له افغانستانه له خوندي لارو ایستل شوي دي.
د جرمني د بهرنیو چارو وزیره وايي: "ډېر افغانان هره ورځ د تعقیب او ګواښونو له امله په وېره کې ژوند کوي، موږ هغو کسانو لپاره کار کوو چې موږ سره یې یو ځای کار کړی او د افغانستان ښه راتلونکي ته یې تمه وه."
نوموړې زیاته کړې، "طالبانو واک ته له رسېدو سره له افغان ښځو او نجونو هیلې اخیستي، د هغوی حقونه یې محدود کړي او هر هغه کس چې یې پر وړاندې درېږي په وحشیانه ډول یې له مخې لري کوي."
د دغه هېواد د سوسیال دیموکرات ګوند د کورنیو چارو وزیرې نانسي فیزر هم ویلي چې " موږ خپل بشري مسولیت ادا کوو. دا پروګرام پخوا هم موجود و خو اوس د دغه نوي تړون له مخې ورته یو "چوکات" رامنځته شوی دی.
د اولاف شولز ایتلاف په ۲۰۲۱ کال کې رامنځته شو چې د جرمني په پارلمان کې پراخ اکثربت لري، د ښاغلي شولز حکومت کې سوسیال دیموکراتیک، زرغون او د ازاد دیموکراتیک ګوندونه ګوند شامل دي.