په خوست او پکتيکا ولايتونو کې د زلزله ځپلو لپاره له ۲ زرو زيات کورونه جوړېږي

د خپرېدو وخت

د طالبانو حکومت وايي د لنډ مهالو سرپناو پرځای اوس په خوست او پکتیکا ولايتونو کې زلزله ځپلو کورنیو لپاره دایمي کورونه ودانوي چې ژوند چاره کې ورسره مرسته وشي.

د طالبانو په حکومت کې له بېړنیو پېښو سره د مبارزې وزارت ویلي ۲۲۰۰ کورونه به سملاسي په خوست او پکتیکا کې جوړ شي.

د دغه وزارت ویاند حسیب الله شیخاني وايي، د جاپاني انجنیرانو یوه ډله چې د زلزله ځپلو سیمو پېژندنه کې تجربه او تخصص لري سیمې ته د ارزونې لپاره تللې ده.

ښاغلي شیخاني بي بي سي ته وویل، د ارزونې او سروې ټیمونه هغو سیمو ته تللي دي چې د خلکو کورونه پکې په بشپړ ډول ویجاړ شوي، ښايي هماغه سیمه او یا بل مناسب ځای کې ورته د کورونو جوړولو غم وخوړل شي.

نوموړی وايي سملاسي د پکتیکا په برمل کې د زرو کورونو د جوړېدو چاره عملا پیل شوې، په سپېره، ژړوکې او ګیان کې هم له ارزونې وروسته د کورونو جوړولو چارې پیلېږي.

طالب چارواکو ویلي که په زلزله ځپلو سیمو کې د ګواښ کومه کچه وموندل شي ښايي په نورو سیمو لکه څنګ لوري ولایت لوګر کې د زرګونو کورنیو لپاره مجهز ښارګوټي جوړ شي چې په وینا یې د روغتونونو او ښونځيو په ګډون د ژوند ټولې اسانتياوې به پکې وي.

د جاپاني انجنیرانو د ارزونې سره د ای او اېم مرستندویه سازمان د کډوالو سره لاس نیوي کې همکاري کوي.

پکتیکا او خوست کې دمګړۍ زرګونه کورنۍ پر بېدیا او یا هم د نورو خلکو په کورونو کې ژوند کوي، دا هغه کورنۍ دي چې په جولای میاشت کې یوې مرګونې زلزلې یې کورونه او کلي ویجاړ کړل.

د پکتیکا او خوست ولايتونو کې په دغو زلزلو کې شاوخوا زر تنه ووژل شول او څه نا څه ۳۰۰۰ نور یې ټپیان کړل.