طالبانو 'د اسلامي احکامو په رڼا کې د لوړو زدکړو نصاب د بیاکتنې او پراختیا' لپاره نوی ریاست جوړ کړی

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

په افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي، د اسلامي احکامو په رڼا کې د لوړو زدکړو ادارو تحصیلي نصاب ته بیا کتنه کوي او د دې لپاره یې په لوړو زدکړو وزارت کې یو نوی ریاست فعال کړی دی.

د باختر دولتي خبري اژانس په رپوټ کې ویل شوي، د طالبانو مشر مولوي هبت الله اخندزاده په امر د لوړو زدکړو په وزارت کې ''د اسلامي احکامو په رڼا کې د هېواد د تحصیلي بنسټونو د تحصیلي نصاب بیا کتنې او پراختیا '' لپاره یو ریاست رامنځته شوی او کار یې هم پیل کړی دی.

د یادونې ده، چې طالبانو استازو له نړیوالې ټولنې سره په لیدنو کې ویلي، د افغانستان تعلیمي نظام کې به بدلون نه راولي.

اوسمهال د ښوونکو د معاشونو په ګډون د افغانستان ډېری تعلیمي ادارو لګښتونه ملګري ملتونه او مرستندویه ادارې ورکوي، خو طالبانو حکومت لا هم د متوسطه ښوونځیو نجونو ته اجازه نه ده ورکړې، چې ښوونځیو ته لاړې شي.

دا هم معلومه نه ده، چې د سږ کال په کانکور ازموینه کې به نجونو ته د برخې اخیستو اجازه ورکړل شي او که نه.

د طالبانو لوړو زدکړو وزارت د روانۍ میاشتې په لومړیو کې وویل، سږ کال نه شي کولی په ټاکلې نېټه پوهنتونونو ته د داخلې یا کانکور ازموينه واخلي.

د ياد وزارت ویاند مولوي احمد تقي بي بي سي ته ویلي و، په پوهنتونونو کې د وروستي کال محصلینو زدکړې پای ته نه دي رسېدلې، نو ځکه دوي د نویو محصلینو لپاره ځای نه لري او ټاکل شوې چې د ۱۴۰۱ کال د کانکور ازموينه له وږي يا سنبلې مياشتې وروسته واخيستل شي.

په تېرو کلونو کې معمولاً د افغانستان له ښوونځیو فارغېدونکو زده کوونکو د وږې په میاشت کې د کانکور ازموینه ورکوله.

د کانکور ازموینې ځنډېدو او لوړو زدکړو نصاب کې د بدلون خبره داسې حال کې کېږي چې هر کال به د نړۍ بېلا بېلو هېوادونو افغان محصلینو ته په مختلفو برخو کې تحصلي بورسونه ورکول، خو له تېر یوه کاله راهیسي دا لړۍ هم د نورو هغو په څېر تته شوې ده او په ډېرو هېوادونو کې په زده کړو بوخت افغان محصلین هم له ډېرو ستونزو سره لاس او ګریوان دي.