تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د افغانستان ۱۱ ولایتونو په پوهنتونونو کې حضوري زدکړه پیلېږي
د افغانستان د لوړو زدکړو وزارت وايي چې سر له سبا به د کابل په ګدون په ۱۱ ولایتونو کې د پوهنتونو حضوري زدکړې پیل شي.
دغه وزارت وايي چې په پاتې ۲۳ نورو ولایتونو کې به هم په تدریجي ډول دغه لړۍ پلې شي.
د لوړو زدکړو وزارت ویلي، هغو محصلینو چې د کورونا واکسین نه دی کړی کولی شي روغتیايي مرکزونو او تحصیلي بنسټونو ته لاړ او واکسین تر لاسه کړي.
په افغانستان کې کابو درې میاشتې وړاندې د کورونا وبا د مثبتو پښو د زیاتېدو او هغې د مخنیوي په موخه د نورو تعلیمي مرکزونو په ګډون ټول دولتي او خصوصي پوهنتونه وتړل شول.
خو د افغانستان لوړو زدکړو وزارت وايي چې سر له سبا به د کابل په ګډون کندوز، نیمروز، دایکندي، بلخ، جوزجان، بادغیس، کندهار، نورستان، سمنګان، پنجشېر او جوزجان ولایتونو کې د پوهنتونونه در وازې د زدکړیالانو پر مخ خلاصې شي.
د دغه وزارت ویاند حامد عبیدي وايي په پاتې ۲۳ ولایتونو کې به هم دغه لړۍ په تدریجي ډول پلې شي.
د لوړو زدکړو وزارت همدا راز ویلي په هغو ولایتونو کې چې حضوري زدکړې پیلېږي زدکړیالان یې مکلف دي چې د روغتیایي لارښوونو سره سم چمتوالی ونیسي.
په ورته مهال د خصوصي او دولتي پوهنتونو یو شمېر زدکړیالان هم په پوهنتونونو کې د حضوري زدکړو له پیله هرکلی کوي خو وايي د محصلینو او استادانو د واکسین ورکړه کې دي پاملرنه وشي.
خو د افغانستان د لوړو زدکړو وزارت وايي دوی یو بل ته نږدې پوهنتونو کې روغتیايي ټیمونه لري او هغو کسانو چې واکسین وي کړی کولی شي چې تر برخمن شي.
په افغانستان کې تېر کال د لومړي څپې پر مهال هم نږدې ټول تعلیمي مرکزونه د زدکوونکو او زدکړیالانو پر مخ تړلي و خو کابو درې میاشتې وړاندې د کورنا وبا تازه څپې یو ځل بیا دغه مرکزونه وتړل.
په دغه موده کې ځینو پوهنتونو، ښوونځيو او یو شمېر نورو تعلیمي مرکزونو انلاین یا د انټرنټ له لارې زدکړې پیل کړي چې د زیاتو په وینا دغه لړۍ د انټرنیټ، برېښنا او ځینو نورو ستونزو له امله تر ډېره بریالۍ نه وه.