د کابل شېرپور کې پر یوه کور توغندی لګېدلی؛ طالبان وايي مرګژوبله نه لري

د خپرېدو وخت

د کابل شېرپور سیمه کې نن (یکشنبه) سهار یو توغندی لګېدلی دی.

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور بي بي سي پښتو پاڼې ته ویلي چې توغندی پر یوه تش کور لګېدلی او مرګ ژوبله نه لري.

ښاغلي ټکور دا نه ده واضح کړې چې دا توغندی له کوم لوري توغول شوی دی.

تر اوسه د دغه برید مسؤلیت چا نه دی منلی خو تېرو کلونو کې داعش ډلې چې اوس د طالبانو خلاف جنګېږي، په کابل ښار د راکټي بریدونو پړه پر غاړه اخیستې.

یو شمېر ځایي رسنیو او د خواله رسنیو ځینو کارنو لیکلي چې پر شېر پور سربېره دهمزنګ سیمه کې هم نن سهار چاودنه شوې.‌

خو د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند کابل کې د بلې چاودنې په اړه څه نه دي ویلي.

دا تېرو دریو ورځو کې کابل کې دویم برید دی.

د تېرې جمعې پر ورځ‌ د کابل کرېکټ‌ لوبغالي کې د شپږیزې کرېکټ لیګ د یوې لوبې پر مهال د نندارچیانو منځ کې چاونه وشوه چې د طالبانو په وینا دوه کسان یې ووژل او څو نور ټپیان کړل.

هغه پېښه د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونیو ګوتېرش په ګډون بېلابېلو خواو په غندلې وه. د ملګرو ملتونو سرمنشي ویلي وو چاودنه کې ۱۹ ولسي وګړي وژل شوي او ځینې نور ټپیان شوي دي.

طالبانو ویلي د کابل په کرېکټ لوبغالي کې د چاودنه د لاسي بم له کبله وه او دوی یې د عاملینو د موندلو هڅه کوي.