پکتیکا او خوست کې بیا زلزله شوې؛ لږ تر لږه ۳۱ کسان ټپيان او لسګونو کورونه نړېدلي

د خپرېدو وخت

په افغانستان کې د طالبانو سرچینې وايي، د پکتیکا او خوست ولایتونو کې د تېرې ورځې د زلزلو شدیدو ټاکنو ۳۱ کسان ټپيان کړي. د طالبانو حکومت ځايي چارواکي وايي ګیان، برمل او سپېره ولسواليو کې د دې "شدیدې" زلزلې له امله ځینې کورونه ویجاړ شوي.

د پکتيکا ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رييس محمد امين حذيفه وويل دا زلزلې تېره ورځ مازیګر نږدې پنځه او د شپې يوولس بجو وشوې.

هغه وويل چې په ګيان کې ۱۳ او زيړوک کې ۱۸ کسان ټپیان شوي چې ښځې، ماشومان او لويان پکې شامل دي.

تر دې وړاندې د طالبانو په حکومت کې له طبعي پېښو سره د مبارزې وزارت مرستیال مولوي شرف الدین مسلم وايي، په ګينان ولسوالۍ کې لس او د خوست په سپېره ولسوالۍ کې څلور تنه ټپيان شوي دي.

د کابل د پولیسو ویاند خالد ځدراڼ ویلي، د زلزلې دا جټکه هم شدیده وه او ځینې کورونه یې پر ځمکه هوار کړي دي.

د پکتیکا د روغتیا مرستیال محمد یعقوب پتمل بي بي سي ته وویل، زلزله د مازدیګر په پنځو بجو شوې ده او ګیان ولسوالۍ کې زلزله ډېره شدیده وه، چې مرګ ژوبله یې هم اړولې ده.

یوه میاشت وړاندې هم د پ‍کتیکا برمل او ګیان او خوست ولایت کې زلزلې درانه مالي او ځاني زیانونه واړول.