"تر ټولو خوشاله ورځ به هغه وي چې لوڼې مې د ښوونځي بکسې غاړې ته کړي"

د خپرېدو وخت

ټیک ۳۰۰ ورځې کېږي چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت له شپږم ټولګي پورته نجونې له ښوونځیو راګرځولې دي. د نجونو تر څنګ میندي او پلرونه هم له دغه حالته ډېر رنځېږي. یوه پلار چې درې لوڼي یې ښوونځي ته له تللو منع شوي، بي بي سي پښتو پاڼې ته خپل احساسات لیکلي دي. د خوندیتابه لپاره یې نوم نه یادوو:

درې سوه ورځې پوره شوې، چې زما د زړه ټوټې ( لورګانې) مې ښوونځي ته نه دي تللي. پر دوی هره ورځ په ژړا او فریاد کې تېرې شوي دي.

داسې ورځې راغلي چې ما هم ور سره ژړلي دي او د بې وسۍ اوښکو مې ګیروان لوند خیش کړی دی.

په ما مې لورګانې ډیرې زیاتې ګرانې دي، ځکه د پردیو کورونو ډیوې دي. دا ډیوې یواځې د علم په ګاڼه رڼا کېدای شي او بس. خو له بده مرغه یوې ډلې د رڼا ګانو در وزاې تړلي او د وحشت دروازې یې پرانیستي دي.

په تېرو درې سوه ورځو کې مې د لورګانو دا لوی غم له زغمه وتی وو، ځان مې کنټرول نه شو کړی. څو ځله په کې په رواوني ناروغۍ اخته شوم.

د شپې به مې خوب نه و، ویرې او ډار به پسې اخیستی وم، که کومه شېبه به ویده شوم، نو داسې ویرونکي خوبونه به مې په خوب کې لیدل، چې زماخوب به یې لاپسې خراب کړ.

شپې او و رځې تیریږي، خو زما د اولادونو د زده کړو درد ورځې تر بلې زور اخلي، او ددې درد دوا یواځې او یواځې د ښوونځي دروازې دي چې باید پرانیستل شي.

په ژوند کې به مې تر ټولو ستره خوشالي دا وي، چې لورګانې مې د ښوونځي بکسې غاړې ته کړي او سحر کې د دعا غوښتلو لپاره زما کوټې ته راشي، لاس مې چپ کړي.

زه دعا ورته وکړم او دوی په ښکلو قدمونو د ښوونځي پرلور روانې شي. د طالبانو له نظام نه مې هیله ده، که مور ، خور لور او میرمن در باندې ګرانې وي، نو د نجونو پرمخ د ښوونځیو دروازې پرانیزئ او د نجونو پر ښوونځیو له بندیز نور لاس واخلئ!

په احادیثو کې ښکاره راغلي چې د علم زده کړه په نر او ښځه دواړو فرض دی. بل ځای وايي، چې تاسو د علم په زده کړې پسې ووځۍ، ولو که په چین کې هم وي.

زه نه پوهیږم، تاسو څومره مجبوره شوي یاست، چې د قرآن او احادیثو رڼا کې حکمونه نه منئ، او بیا اسلامي شریعت غواړئ.