پکتیکا؛ هغه زلزله چې د نجونو د زدکړو په برخه کې یې هم خلکو ته ټکان ورکړی

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, نورګل شفق
- دنده, بي بي سي
- د خپرېدو وخت
"یوه میندواره ښځه یې په ډېر بد وضعیت کې په خټو ککړه روغتون ته راوړه. پر نس ماشوم یې لا ژوندی و او خپله په کوما کې وه. له پکتیکا مو کابل ته ولېږله، هېڅ مې نه هېرېږي. ډېره ځوانه وه".
دا په زلزله کې د یوې ټپي شوې ښځې په اړه د پکتیکا مېشتې ډاکټرې خبرې دي. هغه د زلزلې په ورځو شپو کې د داسې ګڼو ښځو د درملنې لپاره مجبوره شوې چې ان ۲۴ ساعته کار وکړي. لامل یې دا و چې پکتیکا کې ښځينه ډاکټرانې په نشت حساب دي او پر دې کاري فشار زیات و.
هلته په زلزله کې ژوبلو شویو ښځو باندې څه تېر شول؟ پکتیکا ولې له دې حالت سره مخ ده او دې زلزلې هغو کسانو ته، چې د ښځو د تعلیم مخالفت کوي، څه ټکان ورکړی دی؟ بي بي سي په خپل دغه رپوټ کې کتنه ورته کړې ده.
د پکتیکا تېرې خونړۍ زلزلې که یو خوا دومره ویجاړی کړی او درنه مرګ ژوبله یې اړولې چې د چا به تر اوږدې مودې په اسانه له یاده ونه وځي نو بله خوا یې د دې سیمې اوسېدونکي یوې بل جدي ستونزې ته هم متوجه کړي.
هغه ستونزه په دغه ولایت کې د ښځينه ډاکټرانو او روغتیاپالانو کمښت دی او د سیمې خلک مني چې یو لامل یې دوی پخپله دي.
هماغه و چې ګڼو پکتیکاوالو سړیو رسنیو ته سر وټکاوه چې ښځينه ډاکټرانو ته سخته اړتیا ده خو نه شته. پر خواله رسنیو ځینو پېغور ډوله ځواب ورکړ، "چې نجونې زدکړو ته نه پرېږدئ، همدا به مو حال وي".
خو په سختو حالاتو کې د زړونو زور اوبه وي او د پېغورونو د ځوابولو نه وي، ځکه چې، ځای هغه سوځي چې اور پرې بلېږي او د جګړې په ورځ اسان نه څربېږي.
"د ځينو ښځو د کورنۍ نژدې غړي ټول مړه وو، هېڅ پایواز یې نه درلود"

د عکس سرچینه، Getty Images
په باراني شپو ورځو کې دې خونړۍ زلزلې د پکتیکاوالو ښځو پر سرونو د خپلو کورونو بامونه لکه د خټين تندر غورځولي وو. د چا ستوني یې له خټو ډک وو او د چا سترګې، پوزه او غوږونه. په دې شپه په درانه خوب ویده شویو ځینو مېرمنو بیا د ژوند څکه ونه کړه، خو هغه چې لا یې په وجود کې ساه چلېدله په خټو ککړو کمیسونو او ټېکریو کې پر لوړو ژورو خامه سړکونو روغتونونو ته ورسول شوې.
ډاکټره لیلا مقبل د زلزلې له سیمې یو څه لرې په شنه سهار روغتون ته غوښتل شوې وه چې د دغو نیم ژوانده ښځو ژوند وژغوري، او هغه ژوبلې شوې میندې له مرګه بچ کړي چې ماشومان یې په نس وو.
دا وايي، د زلزلې په سهار یې درې میندواره ښځې په خاورو-خټو ککړې پر چپرکټونو مخ ته پرتې وې. نه پوهېدله چې کومې ته لومړۍ ورسېږي. معجزه ورته دا ښکارېدله چې د درو واړو ماشومان روغ رمټ وو خو ترمنځ یې یوه په کوما کې وه.
اغلې مقبل وايي، "هغه ډېره ځوانه وه. هېڅ مې له یاده نه وځي. وضعیت یې سخت خراب و. کابل ته مو ولېږله. هېڅ نه شوم پوهه چې څنګه به شوې وي".
ما وپوښتله چې ولې نه ده خبره، له کوم پایواز یې پوښتنه نه ده کړې؟
په ځواب کې یې راته وویل، "ځينو هېڅ پایواز نه درلود. د کورنۍ ټول نژدې غړي یې په زلزله کې مړه شوي وو، لرې خپلوانو یې تر روغتون رارسولې وې".
لیلا مقبل له شاوخوا پنځلسو کلونو راهیسې د پکتیکا په مرکزي روغتون کې ډاکټره ده.
دا وايي چې که یو خوا یې د ژوبلو ښځو پرهرونه ګنډل نو بله خوا اړه وه چې د هغوی ویرجنو زړونو ته ډاډګېرنه ورکړي.

ډاکټره لیلا زیاتوي، "ځينو ژړل، روحي صدمه یې لیدلې وه. په میندو زامن ګران وي او په ښځو مېړه. دوی هغه هر څه له لاسه ورکړي وو نو ویل به یې چې موږ ولې ژوندۍ پاتې شوې یو، کاشکې مړې وای".
لیلا وايي، داسې بد حالت یې کله هم نه و لیدلی، ښځې ډېرې وې خو ښځينه ډاکټرانې کمې. دا زیاتوي، "ټولو سره مو کومک کاوه، ځکه چې ښځو په موږ تکیه ډېره کوله. دلته مېرمنې علاقه لري چې ښځینه ډاکټره یې درملنه وکړي".
نو که ځينې ښځې له زلزلې ژوندۍ هم وتلې وې، ښايي د دغه دودیز فکر له کبله به یې د کور سړیو د مرګ او ژوند تر منځ پرتې پرېښې وي چې نارینه نه بلکې ښځینه ډاکټره یې باید ژوند وژغوري.
"د څلورو ورڼو د یوې کورنۍ کیسه"
د افغانستان په سویل ختیځ پکتیکا کې لکه د ځینو نورو ولایتونو لا هم داسې ګڼې کورنۍ شته چې نه غواړي ښځې یې د ناروغۍ پر مهال نارینه ډاکټر معاینه کړي. ان په نسخه کې د ناروغې ښځې د نوم لیکل هم ننګ ګڼي.
دا خبرې یوې بلې ډاکټرې نظیفې امیني راته وکړې چې وايي، یو خوا پکتیکا کې ښځینه ډاکټرانې او روغتیايي کارکوونکې ډېرې کمې دي او بله خوا دې مفکورې هلته د ښځو کړاو لا ډېر کړی دی.
ډاکټره نظیفه شاوخوا دیارلسو کلونو راهیسې پکتیکا کې ژوند کوي او هلته د سرې میاشتې ټولنې ګرځنده روغتیايي ډلې سره کار کوي. د زلزلې په ورځو شپو کې یې د پکتیکا بېلا بېلو سیمو ته سفر کړی او مرستې یې رسولې دي.
دا وايي چې کله خو ان ځینې نارینه ښځینه ډاکټرې ته هم خپله مېرمن نه ورپرېږدي، په ځانګړي ډول که هغه میندواره وي.
ډاکټره نظیفه د زلزلې پر مهال د څلورو وروڼو د یوې کورنۍ کیسه کوي او زیاتوي، "موږ په جومات کې روغتیايي مرکز جوړ کړی و. خویندې یې راپرېښودلې خو میندواره ښځه یې مېړه جومات ته هم نه راپرېښودله چې ان ښځينه ډاکټره یې وګوري".
پکتیکا ولې خپله هېڅ ډاکټره نه لري؟

پکتیکا هغه ولایت دی چې تر دا څو مخکې کلونو پورې یې یوازې یوه ښځينه متخصصه ډاکټره لرله.
اوسمهال که څه هم له ځينو لنډمهاله کورسونو قابلې او نرسانې فارغې شوې دي او تر یوه بریده یې د دغه ولایت په روغتیايي سکتور کې د قابلو او نرسانو تشه ډکه کړې ده خو ښځينه ډاکټرانې لا هم پکې د ګوتو په شمار او په ګڼو ولسوالیو کې هېڅ نه شته.
حاجي بادشاه خان شرنوال د پکتیکا یو قومي مشر دی چې وايي، "موږ نرسانې او مېډوایف په ځينو شفاخانو کې لرو. مرکزي شفاخانه، اورګون او خیرکوټ کې څه نا څه شته. خو په لرو ځایونو کې یوه نرسه که موجوده وي، وي به، که نه نو د ډاکټر په صفت هلته څوک نه شته. په لرو پرتو ځایونو لکه ګیان کې په نشت حساب دي".
د یادولو ده چې ګیان ولسوالي له هغو سیمو وه چې دې زلزلې ډېره ځپلې ده.
د پکتیکا په مرکزي روغتون کې ایله دوه متخصصې ډاکټرانې شته چې له نورو ولایتونو هلته تللې دي. همدا راز په دې روغتون کې یوه اېم ډي ډاکټره او اته نرسانې شته چې د دغه ولایت لپاره کافي نه دي او د زلزلې په څېر حالت کې فشار پرې بیخي ډېر و. په داسې حال کې چې دغه ولایت ته ورڅېرمه غزني او پکتیا نه هم ځينې ناروغان په درملنې پسې ورځي.
د پکتیکا ځايي چارواکي وايي چې اوسمهال په دغه ولایت کې درې مرکزي روغتونه او شاوخوا اتیا کلینکونه شته چې د بېلا بېلو موسسو ګرځنده روغتیايي ډلې هم پکې شاملې دي او تر زلزلې وروسته دا شمېر لا ډېر شوی دی.
د پکتیکا د عامې روغتیا ریاست مرستیال ډاکټر محمد یعقوب پتمل هم مني چې د دغه ولایت په روغتیايي مرکزونو کې په کافي کچه ښځينه ډاکټرانې نه شته.
ښاغلی پتمل د دې ستونزې پړه پر تېر حکومت وراچوي او وايي، "پکتیکا کې د ښځينه ډاکټرانو کمښت د جمهوریت له زمانې راپاتې دی. په تېره ۲۰ کلنه دوره کې موږ د زنانه پرسونل کمبود درلود. د امارت په راتګ سره هڅه کوو چې پوره یې کړو".
خو د تېر حکومت چارواکو بیا هغه مهال طالبان ملامتول چې پکتیکا یې ناامنه کړې، ځايي نجونې لوړو زدکړو ته نه پرېږدي او ښځينه ډاکټرانې زړه نه ښه کوي چې په ناامنه ولایتونو کې دنده ترسره کړي.
زلزلې د نجونو د زدکړو په برخه کې هم خلکو ته ټکان ورکړی دی

د عکس سرچینه، Getty Images
یوازې د ښځينه ډاکټرانو کمښت نه بلکې پکتیکا هغه ولایت دی چې تر دا څو کاله مخکې پورې یې د ټول ولایت په کچه تر دوولسم ټولګي هېڅ فارغه شوې نجلۍ هم نه درلودله.
که څه هم ښاغلی پتمل د دې پړه هم پر پخواني حکومت وراچوي چې په پکتیکا کې یې د ځينو نورو ولایتونو غوندې د نجونو ښوونې او روزنې ته ډېر پام ونه کړ، خو ځايي خلک د دې تر څنګ یو بل اصلي لامل په دغه ولایت کې د نجونو له زدکړو سره شته حساسیتونه بولي.
دوی وايي، هلته ډېرې داسې کورنۍ شته چې نجونې تر اووم یا نهم ټولګي وروسته نورو زدکړو ته نه پرېږدي او ودوي یې.
ډاکټره نظیفه وايي، "خلک نه دي تیار چې پر نجونو تعلیم وکړي. خصوصاً د پښتنو دودونه او عنعنات داسې دي چې خویندو ته د تعلیم اجازه نه ورکوي. که پکتیکاوال پر نجونو تعلیم وکړي نو دا ډېرې ستونزې به حل شي".
ډاکټر لیلا که یو خوا وايي چې، "دې ولایت ته له اوله ډېره توجه نه ده شوې" نو بله خوا پخپله خلک هم ملامتوي او وايي، "که د دوی مشران وغواړي چې روغتون ورته جوړ شي، مکتب ورته جوړ شي، هر څه کېږي. خو د دوی مشرانو مشکل دی چې پوره هڅه یې نه ده کړې".
خو ډاکټره لیلا په پکتیکا کې د نجونو د زدکړو او په روغتیايي برخه کې ځينو وروستیو پرمختګونو ته خوښه ښکاري او وايي چې اوس ګڼې قابلې روزل شوې دي او د دولتي ښوونځيو په ګډون ځینې شخصي ښوونځي هم جوړ شوي چې ښايي دا وضعیت ورسره بدل شي.
دا وايي، "ما ته چې ښځې درملنې ته راځي نو همېشه ورته وایم چې تعلیم ښه شی دی، په نجونو درس ووايئ، سبا به یې ژوند ښه وي. مریضۍ او جهالت به کم وي. دوی یې مني خو مشکل دا دی چې خاوندان یې همکاري نه ورسره کوي".
ځينې ځايي خلک وايي، زلزلې د ویجاړي ترڅنګ خلکو ته دا ټکان او پوهاوی هم ورکړی چې د نجونو زدکړې او د ښځينه ډاکټرانو درلودل څومره حیاتي او ارزښتمنه مسئله ده.
قومي مشر بادشاه خان شرنوال وايي، "خلکو چې دا تعلیم یافته نجونې ولیدلې، ډاکټرانې، قابلې او نرسانې یې ولیدلې نو اوس یې یو څه فکر جوړ شوی دی او خلکو دا کمی احساس کړی دی خو چې اوس زمینه ورته برابره شي او خنډونه له منځه یوړل شي".
پکتیکا که ناامنه وه، که ښځينه ډاکټرانې او یا له دوولسم ټولګي فارغې نجونې یې نه درلودلې او که د نجونو د زدکړو مخالفان پکې شته، خو د ۶۳ کلن میاخان په څېر پلرونه هم پکې کم نه دي چې هره ورځ یې خپلې لوڼې لسګونه کیلومتره لرې کله په پښو او کله پخپل موټرسایکل تر لرې ښوونځي رسولې. که سږ کال پکتیکا ولایت دې خونړۍ زلزلې د نړېوالو او کورنیو رسنیو د سر خبر وګرځاوه نو دوه کاله مخکې د میاخان د مبارزې خبرونه وو چې له دغه ولایته تر ګڼو رسنیو ورسېدل او دی یې له کبله خورا وستایل شو.
لوڼو یې دوه کاله مخکې بي بي سي ته ویلي وو، "پلار مې سپين ږیری او مکتب لرې دی. کلي کې مو ډېرې نورې نجونې هم شته، خو ښوونځی لرې دی، نه شي ورتلی. که نژدې ښوونځی ولرو نو ټولې به یو ځای درسونه وایو. دلته ډاکټرانې نه شته. غواړو ډاکټرانې شو او خپل وطن ته خدمت وکړو".
خو له شپږم تر دولسمه دنجونو پر ښوونځيو د طالبانو بندیز ته په کتو داسې ښکاري چې د ګڼو داسې نجونو هیلې نېمګړې پاتې دي.



















