دوبي کې واوره: د پاکستان او افغانستان په ځینو سیمو کې د غیر عادي واورې ورېدو لامل څه دی؟

د خپرېدو وخت

"د بابو سرټاپ غره سر ته د تلو دا لاره ۲۰۱۲ کې پرانېستل شوې وه. هر کال چې کله دوبي کې دا لاره د تګ راتګ لپاره پرانیستل کېږي نو زه پرې څو ځله سفر کوم. له ۲۰۱۲ کال رانیولې تر اوسه ما هېڅکله نه لیدلي او نه مې هم اورېدلي چې په جون میاشت کې دې د بابو سرټاپ غره شاوخوا واوره اورېدلې وي."

دا خبره د دیامیر ولسوالۍ چالاس کلي اوسېدونکی عبدالهادي ودود کوي.

نوموړی وايي چې د بابوسرټاپ په غر او ګلګت بلتستان په کنګلونو کال دولس مایشتې واوره کېږي خو ځمکې ته نژدې په ټيټو سیمو کې جون - جولای میاشتو کې هېڅکله واوره نه ورېږي.

ښاغلی ودود وايي جون میاشت کې دلته د واورې ورېدل او د تودوخې درجې دومره کښته تلل د خلکو لپاره هم نوې خبره ده.

دی زیاتوي: "کېدلی شي ژمي کې د کمې واورې له امله راباندې خدای رحم کړی وي نو ځکه یې جون کې د واورې ورښت له امله د ژمي کمی پوره کړ."

پاکستان کې د جون میاشت تر ډېره سختې ګرمۍ سره تړلې ده.‌ دا دلته د مون سون بارانونو د پیل میاشت هم ده نو که څوک درته ووايي چې همدې میاشت کې واوره ورېدلې نو حتما به درته په زړه پورې ښکاري.

خو له تېرو څو ورځو راهیسې د غیر عادي واورې اورېدو له کبله ګڼ سیلانیان د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر او ګلګت بلتستان ځینو سیمو ته ورغلي.

د واورې له امله ګلګت بلتستان او د خیبر پښتونخوا سره نژدې د بابو سرټاپ لاره تر یوې ورځې بنده وه.

د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر په نیلم سیمه کې هم ورته حالت وو. د خیبر پښتونخوا په ځینو سیمو او افغانستان په بامیانو او نورستان کې هم تېرو څو ورځو کې واوره اورېدلې وه.

د پاکستان د هوا پېژندنې ادارې پخوانی مشر جنرل ډاکټر قمرالزمان وايي چې په اوړي کې د واورې ورښت د اقلیمي بدلون نښې دي.

دی زیاتوي: "دا هر څه په ډاګه کوي چې پاکستان دا مهال له سخت موسمي بدلونه تېرېږي.

شنونکي هم وايي چې جون میاشت کې ګرمو سیمو کې د واورې ورښت کم سارې پېښه ده او ښايي ګڼ لاملونه ولري.

افغانستان کې واوره او بارانونه

افغانستان کې د طالبانو حکومت دفواید عامې وازرت د سې شنبې (جون ۲۱) په ورځ ویلي وو چې د بامیانو ولایت په ځینو سیمو کې واوره شوې ده.

یاد وزارت ویلي وو: "د بامیانو ولایت ټولګټو ریاست د راپور پر اساس د دې ولایت په ځینو برخو کې واوره شوې خو ټولې لارې د هر ډول ترافیکو پر مخې پرانېستې دي."

بامیان د افغانستان په سړو ولایتونو کې راځي چې ژمی په کې شدید وي او واوره هم په کې اوري خو د دوبي په میاشتو کې دغه ولایت کې د واورې ورښت کم ساری بلل کېږي.

د افغانستان د ختیځ نورستان ولایت په ځنیو سیمو کې هم د واورې ورېدو رپوټونه خپاره شوي وو.

دوه ورځې د افغانستان د هوا پېژندنې ادارې د جون په ۲۱ او ۲۲ د افغانستان په ګڼو ولایتونو کې د سختو ورښتونو، توندو بادونو او سېلابونو خبرداری ورکړی وو.

د لویدیځ یخ بادونه او پرله پسې باران

د پاکستان د هوا پېژندنې ادارې ویاند ډاکتر ظهیر بابر وايي: "د پاکستان په شمالي سیمو کې د لوړو غرونو او کنګلونو پر سر کال دولس میاشتې واوره پرته وي. دغلته تل د تودوخې درجه منفي وي او له همدې امله یوازې واوره ورېږي."

"په دغو غرونو کې د واورې ورښت بهیر دوبي او ژمي دواړو کې روان وي. خو کله کله داسې موسمي بدلون راځي چې له امله یې د غرونو شاوخوا ځمکنیو سیمو کې هم واوره ورېږي."

دی زیاتوي چې "جون میاشت کې د واورې اوښت ډېر حیرانوونکی هم نه دی. کله چې یوه سیمه له موسمي بدلونه تېرېږي نو هلته داسې پېښې رامنځته کېدای شي خو دغه ډول شدید موسمي حالت خپل منفي او مثبت اغېزې لري."

د سند ایالت د هوا پېژندنې ادراې یو کارپوه ډاکټر سرفراز ګلګت بلتستان او د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر په ځینو سیمو کې جون میاشت کې د واورې ورښت لامل مون سون بارانونو نه وړاندې له لویدیځه د یخ بادونو راتګ یادوي.

ښاغلی سرفراز وايي: "دا شونې ده چې له دې وړاندې هم د مون سون بارانونو له پیل وړاندې پاکستان ته له عرب بحیرې او لویدیځه د یخو بادونو څپه راغلې وي خو دا ځل ښايي د بادونو دا څپه شدیده وه ځکه خو ورسره د تودوخې درجه هم ولوېده. "

دی زیاتوي: "زموږ تمه دا وه چې سږ به له مون سون وړاندې سند کې کم بارانونه وشي خو د تمې خلاف موږ ولیدل چې بارانونه ډېر وشول چې لوی لامل یې له لویدیځه او عرب بحیرې د یخو بادونو څپه وه."

د ایبټ اباد کامسېټس پوهنتون د چاپېریال څانګې پروفیسور ډاکټر عدنان طاهر وايي لویدیځ بادونه ډېر کله ژمي کې وي، دوبي که نه.

"دا بادونه د تودوخې درخه کموي. ګلګت بلتستان کې په عمومي ډول مون سون بارانونه نه کېږي، هلته دغه موده کې هوا وچه وي خو دا ځل د لویدیځ بادونو د څپې له امله ټول هېواد کې په یوه ځل هوا سړه شوه."

ډاکټر عدنان طاهر وايي "دغه موسمي بدلون، واورې اورښت او سړه هوا کېدلي شي مثبتې اغېزې هم ولري خو تر ډېره یې اغېزې منفي او ناوړه وي."

پر روغتیا او کرکیلې د اغېزو اندېښنې

ډاکټر عدنان طاهر وايي چې دغو وروستیو بارانونونو او واورې سره امکان شته چې د اوبو د کمښت ستونزه یو څه حل شي.

دی اټکل کوي چې "د مون سون بارانونو نه وړاندې موده په ختمېدو ده چې له امله به یې د تودوخې درجه لوړه شي او پرتې واورې به اوبه شي چې دغو اوبو سره به دریابونو او سیندونو کې د اوبو کچه لوړه شي."

د چاپېریالي چارو کارپوه او پخوانی وفاقي وزیر امین اسلم بیا وايي "دا خبره سمه ده چې تر یوه حده به د اوبو ستونزه حل شي خو دغه ډول موسم نورې ستونزې زېږولی شي، د ساري په ډول په زراعت ناوړه اغېز پرې باسلی شي."

نوموړی زیاتوي: "تېرو میاشتو کې د تمې خلاف ګرمي ډېره وه چې د هغې وخت فصلونه یې اغېزمن کړل، اوس دا مهال فصلونه ګرمې هوا ته اړتیا لري او که چېرته هوا ګرمه نه وي نو داسې اندېښنې شته چې اوسني فصلونه هم اغېزمن شي."

ښاغلی اسلم وايي چې "د موسم مخامخ اغېز د انسان پر بدن هم وي. ژمي کې زموږ بدن معمول سره سم سړې هوا ته اړتیا لري او اوړي کې ګرمې هوا ته"

"که چېرته مارچ، اپرېل او مې میاشتو کې ګرمي ډېره شي او بیا جون - جولای میاشتو کې ژمي ته ورته هوا سړه وي نو دا مخامخ پر انساني بدن او روغتیا اغېز لرلی شي."

امین اسلم دې ته هم اشاره کوي چې ګڼې داسې ناروغۍ شته چې په ژمي کې ډېرې خپرېږي او دوبي کې د تودوخې لوړې درجې له امله له منځه ځي.

دی زیاتوي: "که اوس دوبي کې هم ژمي ته ورته هوا سړه شي او واوره اوري نو دا به موسمي ناروغیو ته د دې زمینه برابره کړي چې ځواکمنې شی او په چټکۍ خپرې شي. دا کولی شي زموږ پر خوړو، اقتصاد او ټولنیزې زېربنا باندې مخامخ اغېزې ولري."