بريتانيا وايي طالبان له کړکېچه د افغانستان د ايستلو وړتيا نه لري

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د پنجشنبې په ورځ په افغانستان کې د مېرمنو پر وړاندې د طالبانو وروستیو پورته شويو ګامونو په تړاو د تړلو دروازو تر شا بېړنۍ غونډه وکړه.

په ورته وخت کې، د جي اووه هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو هم په ښځو او نجونو باندې د طالبانو زیاتېدونکي محدودیتونه "غندلي" او ویلي یې دي چې طالبان د ښځو او نجونو د حقونو په محدودولو سره "له نړیوالې ټولنې نور هم ځان ګوښی کوي".

د امنيت شورا غونډه یوه اوونۍ وروسته له هغه کېږي چې طالبانو د یوه فرمان په صادرولو سره پر ښځو د حجاب اغوستلو او له اړتيا پرته له کوره د نه وتلو په ګډون نور بندیزونه ولګول.

د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د بریتانیا سفیرې د طالبانو پالیسي "له عامه ژونده د ښځو د ایستلو" تګلاره ناسمه بللې او ویې ویل چې طالبان د دې توان نه لري چې هېواد له اقتصادي او بشري کړکېچ څخه وباسي.

خو د طالبانو یوه ویاند په امنیت شورا کې د یادو هېوادونو د استازو څرګندونې "بې ځایه" وبللې او له طالبانو سره یې د خبرو او ګډ کار غوښتنه وکړه.

انعام الله سمنګاني په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي، چې هېوادونه باید د دې پر ځای چې زموږ د هېواد پر کورنیو چارو تمرکز وکړي، د افغانستان اصلي مسایل او بندیزونه دې حل کړي.

هغه ادعا وکړه چې "د اسلامي شریعت په چوکاټ کې، د ښځو لپاره د کار او زده کړې لپاره ښه چاپیریال برابروي."

د امنیت شوار د دې غونډې بشپړ جزييات لا مخې ته نه دي راغلي خو ویل کېږي چې د ناروې د اعلامیې طرحه کې د طالبانو لخوا افغانستان کې له "اړتیا پرته" له کوره د ښځو د وتلو پر بندیز او د حجاب پر جبري کېدو اندېښنه ښودل شوې.‌

ټاکلې د امنيت شورا غړي هېوادونه راتلونکو ورځو کې پر دې طرحه هوکړه وکړي او د دې شورا د رسمي وينا پاڼې په توگه خپره شي.

ویل شوي چې دې اعلامیه کې به له طالبانو وغوښتل شي چې د ښځو او نجونو پر وړاندې خپلې توندې پالیسۍ بېرته واخلي.

ملګرو ملتونو کې د ناروې مرستیال استازې تراين هايمربک د امنیت شورا له غونډې وړاندې رسنیو سره خبرو کې وویل چې طالبان د افغانستان د اقتصادي کړکېچ د هوارولو پر ځاى د ښځو او نجونو ځپلو ته مخه کړې.

اغلې هايمربک زیاته کړه هېواد يې د ملگرو ملتونو د امنيت شورا له نورو غړو سره یو ځای کار کوي چې طالبانو ته يو گډ پيغام ورکړي.

نوموړې وویل: "له هغې راهیسې چې طالبان واک ته رسېدلي،‌ زدکړو ته د لاسرسي،‌ کار، روغتیايي پاملرنې او ان په ازاده د ګرځېدو راګرځېدو په څېر خورا مهم برخو کې د ښځو او نجونو حقوق په شا تللي."

ملګرو ملتونو کې د ناروې دې دیپلوماتې زیاته کړې چې دغه محدودیتونه له اوسني سخت اقتصادي او بشري کړکېچه وتلو لپاره د افغانستان وړتیا محدودوي چې ښايي‌ بیا د تاوتریخوالي او توندلارۍ لامل شي.‌

هغې ویلي چې ناروې به له طالب استازو سره نیغ په نیغه هم خپله اندېښنې شریکې کړي.‌

له دې سره ملگرو ملتونو کې د ايرلند استازې جېرالدين بايرن نېسن هم ويلي طالبان له هغو ژمنو شاته کېږي چې واک ته له رسېدو وروسته يې د ښځو د حقونو په تړاو کړې وې.

اغلې نېسن خبريالانو سره خبرو کې وويل د هغه څه په اړه چې ويره وه، اوس رښتيا کېږي او طالبان د دې په وینا "خپلو تېرو ظالمانه تگلارو ته ستنېږي".

د یادونې ده چې تر دې وړاندې پرون د نړۍ اوو سترو اقتصادوالو هېوادونو (جي اووه) هم پر افغان ښځو او نجونو د طالبانو لخوا د لگېدلو محدوديتونو زياتېدونکی نوملړ وغانده.

د کاناډا، فرانسې، جرمني، ايټاليا، جاپان، بريتانيا او امريکا د بهرنيو چارو وزيرانو پر طالبانو غږ وکړ چې خپلې دا پرېکړې بدلې کړي.

'جي اووه' هېوادونو خپله وينا پاڼه کې ويلي طالبانو د نهه دېرش ميليون وگړو په وچه کې گېر هېواد گوښى کوي.

طالبانو تر اوسه دغو څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی، خو مخکې یې خپله د حجاب پالیسي د افغانستان کورنۍ موضوع بللې وه.

طالبانو وايي، حجاب تل د افغانانو د کلتور او عقیدې برخه وه او ښځو ته کوم ګواښ نه پېښوي.