تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
لاوروف: روسیې په مسکو کې د طالبانو دیپلومات ته باور لیک ورکړی
د روسیې بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وايي، مسکو د طالبانو له لوري یوه ګومارل شوي دیپلومات ته باور لیک ورکړی دی.
په رپوټونو کې د ښاغلي لاوروف له قوله ویل شوي: "د نویو چارواکو له لوري مسکو ته تېره میاشت لومړنی افغان دیپلومات رسېدلی او زموږ له وزارته یې باور لیک ترلاسه کړی دی. "
ښاغلي لاوروف دا څرګندونې په چین کې کړې، چې نوموړی د افغانستان ګاونډیو هېوادنو بهرنیو چارو وزیرانو او دغه راز د افغانستان په هکله د امریکا، روسیې چین - پلس یا ټرویکا غونډه کې د ګډون لپاره تللی دی.
د روسیې کومیرسانت ورځپاڼې د مارچ پر ۳۱ مه د ښاغلي لاوروف له قوله لیکلي: "په ټول کې طالبانو حکومت توانېدلی چې د دولت چارې روانې وساتي. "
خو د کومیرسانت په همدې رپوټ کې د ښاغلي لاوروف له قوله زیاته شوې چې د طالبانو حکومت د افغانستان د ټولو سیاسي لوریو استازیتوب نه کوي.
د طالبانو حکومت تر اوسه هېڅ یوه هېواد په رسمیت نه دی پېژندلی، ځکه کوم هېواد ته رسماً سفیر نه شي استولی، خو له دې مخکې یې هم ځینو هېوادونو کې د افغانستان سفارتونو ته استازي استولي دي.
طالبانو له دې مخکې په پاکستان، قطر، چین او ترکمنستان کې د افغانستان سفارتونو او کونسلګریو لپاره خپل سرپرست دیپلوماتان معرفي کړي دي.
د همدې روانې مارچ میاشت په نیمايي کې د طالبانو د بهرنیو چارو چارسمبالی وزیر امیر خان متقي او د انتالیا دیپلوماسۍ فورم ته ورسره تللی پلاوی، لومړي ځل د ترکیې پلازمېنه انقره کې د افغانستان سفارت ته ورغلل او هلته یې له ځینو افغان دیپلوماتانو، افغان زده کوونکو او عامو افغانانو سره ولیدل.
انقره کې یوې سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي هغه مهال بي بي سي پښتو پاڼې ته ویلي و، دې ناسته کې افغان دیپلوماتانو ته په ډاګه شوه چې"له دې وروسته به د سفارت چارې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت له لارښوونو سره مخ ته ځي."
انګیرنه دا ده، د ترکیې حکومت هم ښایي د دې لپاره طالبانو ته د سفارت چارو ورسپارل کېدو ته شین څراغ ښودلی وي، چې دا هېواد او قطر ورسره د افغانستان د پنځو نړیوالو هوايي ډګرونو د تخنیکي او امنیتي چارو په اړه په خبرو بوخت دي.دا ډول هوکړه له دوامداره اړیکو او خبرو پرته ناشونې ده. په ورته مهال امریکا کې بیا له ترکیې او ترکمنستان سره په توپیر، د افغانستان د سفارت او د افغان کونسلګریو (نیویارک او لاس انجلس کې) د تړل کېدو خبرونه د ژبو په سر وو، چې ظاهرآ د دې پریکړې لامل "اقتصادي ستونزې" بلل شوې وې.