تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
علي وزیر ته د قامي اسمبلۍ غونډه کې د ګډون اجازه نه ده ورکړل شوې
د پاکستان قامي اسمبلۍ کې د سویلي وزیرستان استازي او د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي علي وزیر چې د قامي اسمبلۍ ناسته کې د ګډون لپاره د کراچۍ له زندانه لېږدول شوی و، اجازه نه ده ورکړ شوې چې دې ناسته کې ګدون وکړي.
ټاکلې وه (نن پنجشنبه) د پاکستان قامي اسمبلۍ کې د لومړي وزیر عمران خان د برخلیک مالومېدو په اړه رای واچول شي.
د پاکستان قامي اسمبلۍ کې د شمالي وزیرستان د خلکو استازي او د 'ملي جمهوري غورځنګ' مشر محسن دوړ په یوه ټویټر پیغام کې په داسې مهمه غونډه کې د علي وزیر پر نشتوالي نیوکه کړې ده.
هغه ویلي " دا واقعا د شرم خبره ده چې د قامي اسمبلۍ په یوه مهمه ناسته کې دې علي وزیر ته د ګډون اجازه ور نه کړل شي. ما یو ځل بیا د علي وزیر پر څوکۍ د هغه عکس کېښود چې د هغه د پرله پسې ځورونو پر خلاف غږ پورته کړم."
ټاکل شوې وه چې علي وزیر به اسلام اباد کې د پارلمان ودانۍ کې دننه "سېند هاوس" ته ولېږدول شي او همالته به نظر بند وي، خو کولی به شي چې د پارلمان ناستو کې ګډون وکړي او رایه ورکړي.
محسن دوړ له دې وړاندې بي بي سي ته وویلي و، علي وزیر به تر هغې په اسلام اباد کې وي چې قامي اسمبلۍ کې د لومړي وزیر عمران پر ضد د قرارداد برخلیک نه وي مالوم شوی.
یاده دې وي چې له دې وړاندې هم علي وزیر د پارلمان مهمو غونډو کې د ګډون او رایې اچولو لپاره له کراچۍ زندانه اسلام اباد ته لېږدول شوی و.
علي وزیر پاکستان کې د ترهګرۍ ضد یوې محکمې لخوا تورن پېژندل شوی او محکمه کې یې قضیه روانه ده.
نوموړی له تېرو شاوخوا پنځلس میاشتو راهیسې د کراچۍ یو زندان کې بندي دی او د محکمې نېټه یې څو څو ځله ځنډول شوې ده.
د پښتون ژغورنې غورځنګ او د علي وزیر پلویان تور لګوي چې د پاکستان استخباراتي ادارو علي وزیر په سیاسي غچ کې او په یوه جعلي قضیه کې زنداني کړی دی.
یاد غورځنګ په تېر یو نیم کال کې د علي وزیر د خوشې کیدو لپاره څو څو ځله احتجاجونه او پرلتونه کړي دي.
یاده دې وي چې پاکستان کې د اپوزیسیون ګوندونو پارلمان کې د لومړي وزیر عمران خان پر ضد د "نه باور" رایې ورکولو قرارداد وړاندې کړی دی.
ټاکل شوې ده چې نن پنجشنبه د مارچ پر ۳۱مه نېټه پر دې قرارداد بحث پیل شي، چې په پایله کې به یې د لومړي وزیر عمران خان او د اوسني حکومت برخلیک مالومېږي.
ټاکل شوې وه چې د پاکستان قامي اسمبلۍ کې نن پنجشنبه لومړي وزیر عمران خان ته 'نه باور رایې' ورکولو په تړاو بحث پیل شي په پایله کې به یې د لومړي وزیر عمران خان او د اوسني حکومت برخلیک مالومېږي خو راپورونو کې راغلي چې دا غونډه ځنډېدلې ده.