تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
افشا شوی برېښنالیک؛ لومړي وزیر بوریس جانسن له افغانستانه د حیواناتو ایستل تایید کړي وو
د یوه افشا شوي برېښنالیک له مخې ویل کېږي، د بریتانیا لومړي وزیر بوریس جانسن د کابل سقوط پر مهال له هغه ځایه د حیواناتو ایستل تایید کړي وو.
ښاغلي جانسن هغه مهال د نوزاد په نامه هغې ټولنې له لوري د پالل شویو حیواناتو ایستلو اړوند پوښتنه ''مزخرفه خبره '' بللې وه چې د پین فارتهینګ نومي شاهي سمندري ځواک پخواني کارکوونکي له لوري چلیده.
خو اوس د بریتانوي وزیر زاک ګولډسمت دفتر یوه چارواکي برېښنالیک ښيي چې لومړی وزیر شخصاً دې موضوع کې ښکېل و.
دا برېښنالیک د یوې لړۍ برخه ده چې د بهرنیو چارو اړوند کومېټې پر چارشنبه خپاره کړي دي.
د اګست میاشتې برېښنالیک کې چې د بهرنیو چارو وزارت یوه بل چارواکي ته استول شوی دی راغلي:
''نوزاد خیریه ټولنې چې د شاهي سمندري ځواک یو پخوانی پوځي یې چلوي، ډېر شهرت موندلی او لومړي وزیر د دوی کارکوونکو او حیواناتو ایستل تایید کړي دي. ''
دې کومېټې ته په یوه لیکلي پیغام کې بیا ښاغلي فارتهینګ د ایستلو په دې ټوله چاره کې د بریتانوي حکومت هر ډول ښکېلتیا رد کړې ده.
کله چې په دسمبر میاشت کې بیا له لومړي وزیر پوښتنه وشوه، چې ایا رښتیا یې له کابله د افغانانو ایستلو پر ځای د حیواناتو ایستلو ته لومړیتوب ورکړی؟ نو لومړي وزیر جانسن وویل: ''دا ټول چټیات دي. ''
د لومړي وزیر رسمي ویاند په دې هکله ویلي:
''لومړي وزیر چارواکو ته د ځانګړي فعالیت په هکله هېڅ نه دي ویلي. ''
وزیر ګولډسمت بیا په یوه ټویټر پیغام کې ویلي: ز ''ه داسې هېڅ لومړیتوب نه لرم او نه یې تاییدوم چې د خلکو ژوند پرتله دې د حیواناتو ژوند ته لومړیتوب ورکړل شي. ''
د نوموړي په وینا له لومړي وزیر سره یې د نوزاد ټولنې او د حیواناتو ایستلو په تړاو د دوی د هڅو په هکله هېڅ خبره نه ده کړې.
نوزاد ټولنې په افغانستان کې د سپیو، پیشوګانو او خرو ساتنې، پالنې او درملنې لپاره د ځايي افغان کارکوونکو په مرسته فعالیت کاوه.
پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته دې ټولنې یوه کمپاین کې وویل، کارکوونکي یې ځکه په خطر کې دي چې له بهرنۍ موسسې سره د کار تور پرې لګېږي.
په اګست میاشت کې بیا د ښاغلي فارتهینګ او ۱۵۰ حیواناتو په ګډون ۱۵۰۰۰ کسان له هوايي لارې له افغانستانه وایستل شول.
د نوموړي افغان کارکوونکي هغه مهال په هېواد کې پاتې شوي وو، چې بیا وروسته په خوندي توګه پاکستان ته ورسېدل.
د هغې الوتکې لګښت بسپنه ورکوونکو پرې کړی، چې دا حیوانات یې بهر ته لېږدول، خو د بریتانیا حکومت له تایید سره هغه نیوکې وشوې چې ګواکې د خلکو ایستلو پرتله د حیواناتو ایستلو ته لومړیتوب ورکړل شوی دی.
رافایل مارشال چې هغه مهال یې د بهرنیو چارو وزارت کې دنده درلوده، د بهرنیو چارو کومېټې ته ویلي، چې د لومړي وزیر له مستقیمې لارښوونې وروسته حیوانات له کابله وایستل شول.
د حیواناتو حقونو یو فعال او د ښاغلي فارتهینګ ملګري ډومینیک دیر بي بي سي ته وویل، د لومړي وزیر له مېرمن کاري یې غوښتي و، چې لومړي وزیر ته د ښاغلي فارتهینګ او د ده د حیواناتو ایستلو لړ کې له دفاع وزیر بین والاک سره د خبرو لپاره ووايي.
خو ښاغلی والاک وايي، لومړي وزیر په دې هکله هېڅ نه دي ورته ویلي.
نوموړی وايي، ''له کابله د خلکو ایستلو چاره زما په امر د بریتانوي پوځ له لوري د عملیاتو شریک مشرتابه له لوري پر مخ بیول کېده. نه خو ما ته او نه هم هغه ته (د عملیاتو مشرتابه ته) د لومړي وزیر له لوري مخامخ د پین فارتهینګ، د هغه کاري ځواک یا د هغه د حیواناتو ایستلو په تړاو هیڅکه، هیڅ نه دي ویل شوي. ''
نوموړی زیاتوي: ''هغسې چې مې هغه وخت هم په څرګنده ویلي و او عملاً هم ثابته شوه، موږ د خلکو پرتله حیواناتو ایستلو ته لومړیتوب نه دی ورکړی، ښاغلي فارتهینګ تر ټولو وروستی و او کاري ځواک یې له هغه وروسته ووتل چې د خلکو ایستلو چاره په ټوله معانا بشپړه شوه. ''
نوموړی وايي، د لارډ ګولډ سمت چې دی یې د (چاپیریال، خوراک او کلیوالي چارو) وزیر بولي وړاندیز کول ځکه بې بنسټه خبره ده چې په وینا یې هغه د خلکو ایستلو په چارو کې نه خو کوم واک درلود او نه هم کوم مسوولیت ورسپارل شوی و.
د یادونې ده، چې لارډ ګولډسمت له ۲۰۲۰ کال فبرورۍ د چاپیریال، خوراک او کلیوالي چارو (دیفرا) او بهرنیو چارو وزارت ګډ وزیر و.